د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ستیفان دې میستوره سره د خبرو په پایله کې وویل، چې په سوریې کې د پخلاینې او د سولې د ټینګښت په هکله خبرو اترو کې به په نژدې راتلونکې کې پرمختګ په سترګو شي.

د591547 «ریا نووستي» خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي؛ چې پردې سربیره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل؛ چې په پام کې لري، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره په سوریې کې په پراخه کچه د سولي او اوربند رژیم په هکله خبرې وکړي او په پام کې لري، په دې تړاو د خبرو اترو لپاره خپل روسي سیال سره نن ټیلیفوني اړیکه ټینګه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل:«زه به نن د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د ټیلیفون په کرښه اړیکه ټینګه کړم. او د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ستیفان دې مستوره سبا مسکو ته روان دی. په څو نژدې راتلونکو ساعتونو کې به مونږ پوه شو چې نه یوازې د اوربند د رژیم د بیا اعلانولو لپاره پریکړې ته رسېدلای شو. مونږ به په پراخه کچه د اوربند رژیم لپاره چې نه د یوې او نه هم د دوو ورځو لپاره بلکې د اوږدې مودې لپاره چې سوریه د ویجاړیدو وباسو، کار وکړو».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *