د روسیې د وګړو لپاره د سږني اوړي د سیلاني ګرځېدا نوي لوري

د روسیې سیلا591472نیانو په ۲۰۱۵ کال کې له مصر او تورکیې سره مخه ښه وکړه، اوس دوی د خپلې سیلاني ګرځېدا لپاره نوي لوري لټوي.منطقي ده، چې یونان د روسیې وګړو ته، د سیلاني ګرځېدا د دغو لوریو د بدیل د وړاندې کولو وس لري.

ځکه چې د یونان میلمه تونونه د «ټول حساب شوي» د رژیم پر بنسټ کار کوي او یوناني چارواکي هم په خپل ټول وس هڅه کوي، چې د روسیې سیلانیان دېته لېوال کړي، چې یونان ته ورشي. د سیلاني ګرځېدا د خدمتونو بیې یې دومره راټیټې کړي، چې د سیلانیانو ډېره پاملرنه یې ځانته راګرځولې ده. د روسیې د سیلاني خدمتونو د کمپنیو د ټولنې اجرایه مدیرې مایې لومیځې له «سپوتنیک» سره په مرکه کې په همدې تړاو د غږېدا په ترڅ کې زیاته کړه:

د مۍ میاشتې جشنونه د اوړي په موسم کې د سیلاني خدمتونو په وړاندې د غوښتنو ټاکندوی دي. همدا اوس په ډېر ډاډمنتوب دا خبره کولای شو، چې مصر او تورکیې ته د سیلانیانو پر الوتنو د بندیز لګېدا به د هېواد په دننه کې د سیلاني ګرځېدا د خدمتونو د شبکې پر وده مثبت اغېز وکړي. د روسیې د وګړو د سیلاني ګرځېدا په بهرنیو لوریو کې د مدیترانې هېوادونه: قبرس، یونان، مونتي نېګرو او کروویشیا تر ټولو وړاندې دي.انتظار کیږي، چې چک جمهوریت، بلغاریې او هنګري ته به هم د سیلاني ورتګ غوښتنې زیاتې شي.

د روسیې د سیلاني خدمتونو د کمپنیو د ټولنې اجرایه مدیرې مایې لومیځې وویل:

اوس مهال، د روسیې وګړو د استراحت کولو او سیلاني ګرځېدا لپاره د پسشوروي هېوادونو غوره کول هم پیل کړي دي. خو دغو هېوادونو ته د سیلاني سفرونو اوږدوالی په منځني ډول له اوو ورځو څخه پینځو ورځو ته او استراحتي ځایونو ته له لسو ورځو څخه یوې اونۍ ته رالنډ شوی.

لومیځې زیاتوي، چې د سیلاني ګرځېدا په دغو لوریو کې همدا اوس دریو لوریو: بېلا روسیې، ګورجستان او ارمنستان ډېر مینه وال پیدا کړي. اِریوان ته سیلانیان سره له دې ورځي، چې په غرني قره باغ کې حالات کړکېچن شوي. په دغو لوريو کې د سیلاني ګرځېدا د خدمتونو د بیو او څرنګوالي ترمنځ ډېر معقول تناسب ټینګ شوی.

په پسشوروي خاوره کې ګروجستان، د سیلاني ورتګ لپاره د سیلانیانو ډېر خوښیږي. دا ځکه چې ګورجستان د سیلانیاو لپاره د سمندرګي پر غاړه د استراحت کولو په څنګ کې د تاریخي کلتوري ځایونو د لېدلو ډېر زړه وړونکي پروګرامونه هم وړاندې کوي. کارپوهان د سیلاني ګرځېدا له اړخه د ګورجستان ډېره ښه ښېګڼه دا ګڼي، چې سیلانیان دغه هېواد ته بې ویزې ورتللای شي او نیمګړتیا یې دا بولي، چې هلته د هغو میلمه تونونو شمېر لږ دی، چې د «ټول حساب شوي» د رژیم پر بنسټ کار کوي.

د روسیې د سیلاني خدمتونو د کمپنیو د ټولنې په خپاره شوي خبر کې ویل کیږي: «د ګورجستان تقریبا ۹۵ سلنه میلمه تونونه د «ټول حساب شوي» د رژیم پر بنسټ کار کوي. د ګهیځ مهال ډوډۍ یې «سویډنی دسترخوان» دی. دا د ډوډۍ خوړلو داسې دود دی، چې د هغه له مخې خواړه په سترو لوښو کې اچول کیږي او میلمانه په وار ورځي او هر سړی د خپلې خوښې خواړه په خپل غوري کې رااچوي او د خوړلو لپاره یې په خپله مخه کې پر میز ایږدي. دا رنګارنګ خواړه وي او سړی ښه پرې مړیږي. سربېره پر همدې که څوک موړ نه شي، هغه کولای شي، چې د خواړو د ویش ځای ته بیا ورشي او نور خواړه هم ورڅخه راوړي. خو د ګورجستان د پخلي د خواړو خوند او ارزانۍ ته په کتو ویلای شو، چې میلمنو ته د خواړو ورکولو دغه دود نیمګړتیا نه شي ګڼل کېدای، بلکې د دې شونتیا ورکوي، چې میلمانه هره ورځ نوي او بېساري خواړه وخوري».

پېچلي اقتصادي وضعې او د ډالرو د اسعاري نرخ لوړېدا ته په کتو د ګروجستان د سیلاني خدمتونو کمپنۍ هڅه کوي، چې د خپلو خدمتونو بیې ثابتې وساتي. ګروجستان ته شپږ ورځنی سیلاني سفر له درې وخته خواړو سره یوځای دوو تنو ته، د الوتکې د ټکټ له بیې پرته په ۵۰۰ ډالره لوېږي.

ابخازیا هم سیلانیانو ته ډېر ښه سیلاني خدمتونه وړاندې کوي. سیلانیان هلته د دې لپاره ورځي، چې خپله رخصتي په ازاد طبیعت کې تېره کړي او خوندور خواړه وخوري. د مایې لومیځې په اند ابخازیا د سیلاني ګرځېدا له اړخه ډېرې شونتیاوې او ښه وس لري.

لکه چې پاس وویل شول ګروجستان هڅه کوي، چې د سیلاني خدمتونو بیې ثابتې وساتي، خو ابخازیا ته سیلاني سفرونه ډېر قیمت شوي. خو سره همدې دغه هېواد ته په سیلاني ورتګ د مینه والو شمېر تر پروسږکال دوه ځله زیات شوی. کارپوهان اندېښنه لري، چې د ابخازیا د سیلاني خدمتونو شبکه به د سیلانیانو د ځایولو له ستونزې سره مخامخ شي. او په داسې حال کې چې د ابخازیا په میلمه تونونو کې د رخصتیو د تېرولو بیې په منځنۍ توګه ۱۰-۳۰ سلنه لوړې شوي هم دي.

په ټوله کې ویلای شو، چې د پخواني شوروي اتحاد په خاوره کې د سیلاني خدمتونو څانګه بیا راژوندۍ شوې او نوی ژوند پیلوي. د ډالرو د اسعاري ارزښت لوړوالی او د تورکیې او مصر په یو وخت ډېرو مشهورو استراحت ځایونو کې امنیتي مسألو د همګټو هېوادونو د ټولنې په غړو هېوادونو او ګورجستان کې د سیلاني خدمتونو د بازار پر وده مثبت اغېز کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *