انګیلا میرکل جاپان ته وړاندیز کړی چې د ناټو غړیتوب تر لاسه کړي

د جرمي مشرې انګیلا میرکل جاپان ته وړاندیز کړی وو، چې د ناټو د پوځي ټلوالې غړیتوب تر لاسه کړي. نوموړۍ دغه وړاندیز د جاپان د لومړی وزیر سیندزو آبي سره دمخامخ ناستې پر مهال کړی وې. په دې هکله خبر جاپاني رسنیو ورکړی دی.

د The Japan News رسنۍ خبر ورکوی، چې پ591394ه دې هکله خبرې د جرمني مشرې د ۲۰۱۵ ز- ل کال د مارچ په میاشت کې جاپان ته د خپل سفر په ترڅ کې کړې دي. په همدي ډول میرکل په دې تړاو د انګلستان او د فرانسې د ولسمشرانو د ملاتړ یادونه هم کړې وه.

په خبر کې زیاته شوي، چې جاپان دغه وړاندیز منلی نه دی.د جاپان لومړي وزیر ویلي وو:«ښایي په راتلونکې کې اوس به په دې هکله پریکړه د روسیې سره زمونږ په اړیکو منفی اغیزوکړي».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *