د ډوبېدونکې بېړۍ کپتان به تر وروستۍ شېبې پورې په بېړۍ کې پاتې شي. په تېره بیا په داسې حال چې د دغې بېړۍ ډوبېدا هم حتمي نه ده.

د شنبې پر ورځ یو شمېر سترو رسنیو، د لبنان د «المیادین» د ټلویزیوني چینل د خبرونو پر بنسټ خبر ورکړ، چې د ایران چارواکو د سوریې ولسمشر بشار اسد ا257477و کورنۍ ته یې په ایران کې د سیاسي پناه د اخیستلو وړاندیز کړی. خو بشار اسد دغه وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي، چې د ده کورنۍ به د سوریې د نورو وګړو د کورنیو په څیر همدلته په سوریه کې پاتې شي. د یادولو وړ ده، چې نه د سوریې د جګپوړو چارواکو په اعلامیو کې د دغه خبر پخلی شوی او نه یې ایراني چارواکو پخلی کړی.

ایا تهران په ریښتیا د سوریې ولسمشر ته د سیاسي پناه وړاندیز کړی؟ په بین المللي چارو کې د ایران د پارلمان د رییس سلاکار حسین شیخ الاسلام په همدې تړاو د ایران اسلامي جمهوریت رسمي دریځ د «سپوتنیک» له خبریالې سره په مرکه کې داسې څرګند کړ

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *