همكاري دولت تركيه با گروه تروريستي داعش

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو، چې د کوردانو د ولسي ځاني دفاع د وسله والو ډلو جنګیالي هم پکې دي، د جوبیس د تېلو کان ازاد کړ. دغه کان د نژدې دوو کالونو په اوږدو کې د «داعش» په ولکه کې وو. په خبرونو کې ویل کیږي، چې داعشي جګړه مارانو د دغه کان تېل الرقه ته وړل او وروسته یې په تورکیه کې په ډالرو پلورل او یا یې په وسلو بدلول.

د RT ټلویزیون د عکا

همكاري دولت تركيه با گروه تروريستي داعش

سانو ډله پر دې بریالۍ شوه، چې له ترهګرو څخه په ازاده شوې سیمه کې د تېلو کانونو ته ورشي او لېدنه یې وکړي.

د جوبیس د تېلو کان دوه کاله د «داعش» په لاس کې وو. په دغه موده کې د تېلو د راوېستلو ماشینونه له کاره لوېدلي او ډېری یې غلا شوي دي. څه موده وړاندې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو دغه ځمکې له ترهرګرو پاکې کړې او سیمه ییز چارواکي په دې هڅه کې دي، چې دغه کانونه بیا په کار واچوي. هغه وخت چې داعشیان الشدادي او جوبیس ته راغلل، د تېلو کانونه ټول د بهرنیو اجیرانو په لاس کې شول. د سیمې یوه اوسیدونکي غازي حسین له RT ټلویزیون سره په خپله مرکه کې وویل:

«هغه مهال چې دغه سیمه د داعش په ولکه کې راغله، نو بهرنیو جګړه مارانو تېل الرقه او د تل ابیاض سرحدي تاڼې ته وړل. وروسته یې دغه تېل په تورکیه کې په ډالرو پلورل او یا یې په وسلو بدلول. دوی پر تېلو سربېره تاریخي قیمتي اثار هم هلته پلورل». داعشي جګړه مارانو په موصل کې په سلګونو ټانکرونه ونېول او هغه یې د الرقه له لارې د تورکیې د پولې په لوري د تېلو د وړلو لپاره کارول. د دغو پېښو یو بل شاهد  امیر الحج په همدې تړاو د غږېدا په ترڅ کې وویل:

دا ټول تېل وړونکي ټانکرونه د عراق وو. دغه ټانکرونه د سوریې د تېلو د کانونو له تېلو ډکېدل. له دغه ځایه الرقه او وروسته تورکیې ته وړل کېدل. د جوبیس د تېلو او ګاز کان هره ورځ ۲ میلیونه مکعب متره ګاز او ۸۰ زره بارېله اومه تېل ورکوي.

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو یوه جنګیالي متین کارزېرو وایي:

«موږ د داعش جګړه ماران له دغه ځایه وشړل. دوی دلته هر څه وېجاړ کړي دي، تېل او بینزین یې غلا کړي دي. موږ — د سوریې دیموکراتیک ځواکونه دلته د دې لپاره راغلي یو، چې د هېواد تر بیا ودانولو وروسته دغه ټول کانونه د سوریې د ټول ولس په ګټه وکارول شي».

د الشدادي  له ښاره په حمص کې د تېلو د چڼ کولو تر فابرېکې پورې د تېلو د نللیکې اوږدوالی ۵۰۰ کیلومترو ته رسیږي. د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په فبروري کې پر دغه فابرېکه خپل کنټرول ټينګ کړ. او اوس غواړي چې د تېلو کان پر کار واچوي.

جوبیس — دا تېلو یو ډېر ستر او مهم کان دی. د دغه کان تېلو داعش ته ډېر زیات عایدات راوړل. جګړه مارانو، لکه چې شواهد ښیي، دغه تېل لومړی الرقه ته وړل او وروسته یې په تورکیه کې پلورل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *