بهرني ځواکونه وايي د حقاني شبکه په کابل او دریو نورو ښارونو کې دبریدونو پلانونه جوړوي.

په افغانستان کې د امریکا ځانګړو ځواکونو د یو شمېر کسانو چې دغه ځواکونه یې “د حقاني شبکې غړي ” بولي، نومونه اعلان کړي او له خلکو یې غو877AA9DD-2FC4-4480-8C78-5C808A6BA4F7_w640_r1_sښتي، چې د هغوی په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

د دغو ځواکونو په اعلامیې کې راغلي “د حقاني شبکې او طالبانو ډلې هغه یاغیان پېژندل شوي، چې په پروان، خوست، کابل او لوګر کې پر افغانانو د بریدونو پلان جوړوي.”

اعلامیه وايي چې د دغې ډلې درې کسان په پروان، دوه په خوست، یو په کابل او بل یې په لوګر کې د بریدونو پلانونه جوړوي.

د قاطع ماموریت خبرپاڼه وايي که هر څوک د دغو کسانو او یا د هغو د ځای ځایکي په اړه معلومات لري، له هغوی سره دې اړیکه ونیسي، په اعلامیې کې د اړیکې شمېره هم خپره شوې ده، خو د ا نه دي ویل شوي، چې دغه کسان د څه ډول بریدونو پلانونه نیسي او دا چې دغه کساان ټول افغانان دي که بهرنیان هم په کې شته .

د حقاني شبکه یوه خطرناکه شبکه یادیږي، چې پر افغان حکومت او بهرنیانو باندې د قوي او پیچلیو بریدونو او سلګونو افغانانو په وژلو تورنه ده.

نړیوال ځواکونه دا اعلان داسې مهال کوي، چې همدا څو ورځې مخکې په کابل کې د طالبانو په یو برید کې شاوخوا ۷۰ تنه ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شول. له دغه برید وروسته ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ افغان ځواکونو ته امر وکړ، چې پر طالبانو ساحه تنګه کړي، مورچلونه یې بمبار کړي او ویې وژني.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *