ملګري ملتونه: د يمن ښكېلې غاړې دې سولې لپاره دريځونه نرم كړي د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يمن له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د سولې مذاکراتو په درشل کې خپلو دريځونو کې نرمي راولي.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې، د امنيت شورا د پنځلسو غړو هېوادونو استازو په يوه خپره کړې اعلا160408141025_iraq_forces_640x360_afp_nocreditميه کې د يمن کړکېچ د حل په هدف په کويت کې د سولې له مذاکراتو ملاتړ اعلان کړى دى.

د يمن د ښکېلو غاړو ترمنځ د تېرې پنجشنبې په ورځ په کويت کې رسمي خبرې پيل شوي، چې د نړۍ قدرتونو هم هيله بښونکې بللې دي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي، چې په يمن کې د سولې د مذاکراتو د ناکامۍ په صورت کې به په دغه هېواد کې وضعيت نور هم بحراني شي.

په يمن کې د عبد ربه منصور هادي پلويانو او حوثي وسله والو ترمنځ له دوو کلونو راهيسې نښتې روانې دي، چې تراوسه پکې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه نور له خپلو سيمو بېځايه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *