غزني کې ښځینه جیب وهونکې نیول شوې
د انسان تښتوونکو مشري هم یوې ښځې کوله.
د افغانستان غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د انسان تښتوونکو پنځه کسیزه ښځینه ډله یې نیولې ده. په نیول شوې ډله کې یو نارینه هم دی.
دا لومړی ځل دی، چې په دې ولایت کې د انسان تښتولو په تور ښځینه نیول کېږي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل وویل: “په تېرو لسو – پنځلسو ورځو کې موږ ډېرې مهمې قضیې کشف کړې او انسان تښتوونکي مو ونیول. په نیول شوو کې پنځه ښځې او یو ځوان دی. دغې شبکې خلک په چل او فریب له ځانه سره کور ته بېول او بیا به یې په وهلو وهلو هرڅه ترې اخیستل. دوی د غزني په نو اباد کې له خلکو شیان لوټلي”.
ښاغلی امرخیل وايي، ددغې ډلې په اړه یې وړاندې راپور درلود او پولیس پسې ګرځېدل.
د غزني امنیتي سرچینې وايي، دغې شبکې تر اوسه په غزني ښار کې ځینې کسان تښتولي او د تښتول شویو هر څه یې لوټلي دي.
د غزني ښار یو موټر چلوونکی نقیب الله وايي، کور ته یې د ځمکې او موټر د بدلولو او خرڅولو په نیت دغه کسان ورغلي وو:
“ما ته یې زنګ وواهه چې راشه ستا د موټر د اخیستو لپاره مو یو کس پیدا کړی دی. هلته چې ولاړو راته ویې ویل چې راځه زوی مې کور نشته تاسو کور کښېنئ بیا به ووځو. کله چې موږ خونې ته ننوتو، ور یې راپسې بند کړ. څلور- پنځه کسان له لرګیو او چړو سره راغلل، زما د ملګري غوږ یې غوڅ کړ، لاس یې ورمات کړ، چې اوس د درملنې لپاره پاکستان ته تللی دی”.
دغه کس وايي، تښتوونکو ورته ویل چې ګني وژل یې روا دي، ځکه په وینا یې “تاسو پیسې لرئ او زموږ له حاله څه خبر یئ!”.
د سید رضا په نامه یو بل کس وايي، دی هم د انسان تښتوونکو په لومه کې لوېدلی و:
“د نواباد شهرستانیانو مېنه کې مې یوه نومره ځمکه وه. همدا هلک راغی او راته ویل یې چې: دا ځمکه خرڅوې؟ ما ویل هو، ده راته کړل راځه په کور کې مې مشر ورور دی هلته به سره وغږېږو. کله چې کور ته ورغلو دروازه یې وتړله. بیا یې زما لاسونه راوتړل له وهلو ټکولو وروسته یې هرڅه رانه واخیستل، ما پولیسو ته عریضه وکړه”.
د غزني پولیس د دوو داسې کسانو د نیولو خبره هم کوي، چې په سیمه ییزو پولیسو کې یې دندې اخیستې وې او د حکومت پر وسله والو مخالفانو یې وسلې او مهمات خرڅول.
وړاندې هم په غزني کې د انسان تښتوونکو پېښې شوې، خو تښتوونکي یې نارینه وو، خو د اځل د تښتوونکو د ډلې مشري یوې ښځې کوله چې همکارانې یې هم ښځې دي.
څو ورځې وړاندې په غزني ښار کې یو صراف وتښتول شو، چې څو ورځې وروسته یې مړی وموندل شو.