ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د دوست او دښمن تعریف هم وړاندې کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تازه څرګندونو په ځواب کې ویلي، دغه هېواد د ټولو ترهګرو پرضد دی او دا ردوي، چې ګواکې دوی د ښه او بد ترهګرو ترمنځ تو160426083030_150521122417_pakistan_foreign_office_640x360_afpپیر کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا نن سې شنبه په يوه خپاره شوي بیان کې ویلي، پاکستان هر ډول ترهګري غندي او د هرډول ترهګرو پرضد په جګړه بوخت دی او زیاتوي، پاکستان خپله هم د ترهګرۍ ښکار دی او د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې په زرګونو امنيتي سرتېري قرباني کړي دي.

د ویاند په خبره پاکستان په جدي توګه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي، خو په وینا یې، د خبرو مېز ته د طالبانو حاضرول یوازې د پاکستان کار نه دی.

دده په خبره پاکستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د لومړنیو مخامخ خبرو کوربه توب وکړ خو په خبره يې پاکستان یواځې ددې ذمه واره نه دی، چې طالبان دي خبرو ته حاضر کړي.

بلکې دده په خبره د همدې لپاره د څلورو هیوادونو څلوراړخیزه ګروپ جوړ شوی، چې په افغانستان کې د سولې د خبرو په هکله او په افغانستان کې د ټيکاو او ثبات لپاره هلې ځلې وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په خبره د پاکستان په ګاونډيو کې ثبات ددوی په ګټه دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا خبرې له هغه وروسته کړې، چې پرون دوشنبه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پارلمان غونډې ته په وینا کې ویلي وو، دوی له پاکستان څخه نور دا تمه نه لري، چې طالبان دې د خبرو مېز ته حاضر کړي چې په خبره يې پاکستان باید پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *