د روسیې د هوایي دفاع S-300 پرمختللی سیستم چې ایران غواړي هغه تر لاسه کړي.

په داسې حال کې چې په روانه میاشت کې روسیه ایران ته د هوایي دفاع د پرمختللي سیستم لومړني برخه استوي، ایران د پوځي ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د الوتکو ضد هغه میزائیل ښکاره کړل چې مسکو ورکړي دي.

د کرملین د تیر کال تصمیم چې پر ایران باندې د S-300 سیستم وپلوري د روسیې او ایران ترمنځ د مخ په ودې شراکت لومړنۍ نښې نښانې وې چې د سوریې په کورنۍ جگړې یې اغیز وکړ95BB6574-34CE-4303-AF33-8AEB5721464B_w640_r1_s_cx0_cy13_cw0.

خو د دیپلوماتانو، چارواکو او څیړونکو په اند چې د رویترز اژانس سره یې مرکې کړې دي د ایران او روسیې ددې معاملې ځنډیدل د دواړو هیوادونو د شراکت محدودیتونه هم په ډاگه کوي چې د نړیوالو مسایلو په اړه د هغوی د گډ نظر په پرتله تر ډیره د دوی گډې گټې په کې انغښتې دي. د ایران مشرتابه د ایډیالوژۍ پر سر ویشل شوی او روسیه د دې اتحاد زیات پرمختگ ته لیواله نه ده.

یو شمیر ایراني چارواکي د اوسنیو اړیکو پرځای د روسیې سره ستراتیژیک پیوستون غواړي. خو کرملن د سوریې د کړکیچ په وجه چې دواړه د دمشق ملاتړي دي په روانې همکارې خوښ دی.

د کرملن ویاند دیمتري پیسکوف تیره میاشت ویلي وو چې “مونږ د ایران سره په پرله پسې توگه دوستانه اړیکې پراخوو، خو مونږ په خپلو اړیکو کې د یو نوي موډل په هکله نه شو گړیدای.”

روسیې په ٢٠٠٧ کال کې موافقه وکړه چې پر ایران باندې S-300 سیستم وپلوري، خو دغه معامله یې په ٢٠١٠ کال کې وروسته له هغې وځنډوله چې پر تهران باندې د اتومي پروگرام په وجه بندیزونه ولگیدل. وروسته له هغې چې ایران او لویدیځه نړۍ سره اتومي معاملې ته نژدې شول، مسکو د تیر کال په اپریل کې پر تهران باندې خپل لگولي بندیزونه لېرې کړل.

روسیه اوس مالي او دیپلوماتیکې گټې سره تلي چې پر تهران باندې د وسلو په خرڅلاو سره سعودي عربستان، د امریکا متحده ایالات او اسرائیل خپه کاندي او یا دا چې تهران ډیر ځواکمن کړي.

کله چې په تیر سپتمبر کې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د ایران د متحد جمهور رئیس اسد په ملاتړ په سوریه کې د پوځي مداخلې امر وکړ، داسې بریښيدل چې د ایران او روسیې صمیمي اړیکې یو نوي پړاو ته داخلیږي.

د پوځي اړخه ایران د سپاه پاسداران گارد سوریې ته ولیږداوه چې د هغه هیواد ځمکني ځواکونه منظم کړي چې د مخالفینو پر وړاندې پیاوړي شي، خو دا د روسیې هوایي ځواک و چې د اسد ځواکونه یې په جگړه کې برلاسي کړل.

د سیاسي اړخه دغو گډو عملیاتو تهران او مسکو ته موقع ورکړه چې د هر سیمه ییز امنیتي جوړښت په هکله تصمیم ونیسي. دا په داسې حال کې د ښاغلي پوتین لپاره مهمه ده چې هڅه کوي سیمه ییز اتحادونه وکړي او د روسیې د متحد معمرالقذافي د وژل کیدو وروسته په سیمه کې د مسکو نفوذ پراخ کړي.

د ایدلوژۍ له اړخه د ایران نظام ویشل شوی دی. د جمهور رئیس روحاني اړخ ددې پر ځای چې د لویدیځ پر وړاندې مبارزه وکړي د هغې سره د سوداگریزو اړیکو پلوي دی که څه هم چې د امریکا زیاتې پالیسې محکوموي.

له بلې خوا روسیه په سیمه کې د لویدیځ د گټو د مخالف عمده شیعه مذهبه مقاومت سره یوځای کیدو ته لږه لیواله ده چې د محافظه کارو ایراني مشرانو له خوا رهبري کیږي، ځکه کیدای شي چې د اسرائیل، سعودي عربستان او مصر په شان د منځني ختیځ د نورو ځواکونو سره د مسکو اړیکې خرابې کړي.

روحاني چې په لویدیځ کې یې تحصیل کړی د پوتین سره دومره ښه اړیکې نه لري. تیره میاشت ښاغلي پوتین په تیرو اتو کالو کې تهران ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې دمخه تر دې چې د روحاني سره وگوري، د هوایي ډگر څخه مستقیم د خامنه یی لیدلو ته لاړ.

د سانفرانسیسکو د دولتي پوهنتون د منځني ختیځ او اسلامي زده کړو پروفیسور مازیار بهروز وایي “دا اتحاد اقتصادي او پوځي اړخونه لري چې دواړو خواو ته گټور دي.” هغه زیاتوي چې “خو د سیاسي جغرافیې له اړخه، ایران او روسیه یواځې کولای شي تکتیکي لنډمهاله اتحاد ولري نه ستراتیژیک.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *