لوګر کې درې چيچيني مېرمنې او اووه وسله وال وژل شوي
د لوګر ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خروار ولسوالۍ کې د اوو بهرنيو وسله والو په ګډون يې لس تنه مخالفين وژلي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح وويل چې دولتي ځواکونو تېره شپه شاوخوا دوولس بجې د خروار ولسوالۍ د اپاخان په سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات کړي چې په پايله کې يې ياد شمېر وسله وال وژل شوي .
هغه زياته کړه چې په وژل شويو بهرنيو وسله والو کې درې مېرمنې چې دچيچينا اوسېدونکې دي هم شاملې دي .
صالح وايي چې په ياد بريدکې ملا صابر، ملاسباوون او ملابشير چې دطالبانو درې ځايي قوماندانان دي هم وژل شوي دي.
ده زياته کړه، چې ياد کسان له پکتيا ولايت څخه خروار ولسوالۍ ته راغلي و او غوښتل يې چې په سيمه کې امنيت ګډوډ کړي چې د استخباراتي معلوماتو په پايله کې ياد عمليات ترسره شول.
د دې بريد په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
د دې تر څنګ صالح زياتوي، امنيتي ځواکونو د دې ولايت په خروار، څرخ او بره کي برک ولسواليو کې د زرغون په نوم چاڼيز عمليات هم پيل کړي دي.