د افغانستان اجراییه رییس او د ایران ولسمشر ترمنځ په ناسته کې دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې دا هېواد اوسمهال د افغان کډوالو د ویستلو پلان نه لري160415095600_drabdullah_rohani_turkey_640x360_ceoafg_nocredit.

ښاغلي روحاني د افغانستان له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ۱۳مې ناستې په څنډه کې په کتنه کې ویلي، هېواد یې هڅه کوي په ایران کې مېشتو ناقانونه افغان کډوالو نوملیکنه وکړي.

څو میاشتې وړاندې د افغانستان د کارپوهانو یو پلاوی په ایران کې د مېشتو ناقانونه افغان کډوالو د نوملیکنې طرحې د ارزونې لپاره تهران ته لاړ.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو په وینا، په ایران کې د ناقانونه کډوالو نوملیکنه، د مېشتېدو کارتونو وېشل، د تګ راتګ جواز ورکول چې کډوال وکولی شي د اسنادو له باطل کېدو پرته افغانستان ته راشي او په ښوونځیو کې د کډوالو ماشومانو شاملېدل په دې طرحه کې شامل دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ایران کې له ۲ میلیونو ډېر افغان کډوال ژوند کوي چې یو میلیون او ۴۰۰ زره یې د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري.

د افغانستان اجراییه ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان اجراییه رییس او د ایران ولسمشر ترمنځ په ناسته کې دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.

د ګډو اقتصادي پروژو پیلول، د چابهار بندر د کار پیلول او د رېل ګاډي پټلۍ غځول د دغو دوو چارواکو د بحث نورې موضوع ګانې وې.

ښاغلي روحاني همدراز په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. ښاغلی عبدالله عبدالله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ شورا ناسته کې د ګډون په موخه استانبول کې دی.

ښاغلي عبدالله هم د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په اشارې سره ویلي، هیله من دی چې د سیمې هېوادونه له دې موقعیت او فرصت څخه د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ګټه پورته کړي.

د اسلامي هېوادونو مشرانو سره کتنه

همداراز ښاغلي عبدالله ترکیې ته په خپل سفر کې د نورو اسلامي هېوادونو له چارواکو سره هم ناستې لرلې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې، سیمه ییزې همکارۍ، له اقتصادي فرصتونو ګډه ګټه اخستنه، د سولې خبرو اترو بهیر او د ترهګرۍ پروړاندې اغیزمن ګامونه د افغانستان د اجراییه رییس او د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین د خبرو موضوعات وو.

د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق هم له عبدالله سره په کتنه کې د افغانستان د وړکتونو لپاره د ځانګړې طرحې جوړولو او پلې کولو لپاره د خپل هېواد د چمتووالي خبره کړې ده.

هغه له افغانستان سره د اداري اصلاحاتو، د ملکي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، تحصیلي بورسونو ورکولو او د اقتصاد په برخه کې د تجربو شریکولو ژمنه کړې ده.

ښاغلي رزاق ویلي، په افغانستان کې د وضعیت مناسب والي په صورت کې د مالیزیا خصوصي سکتور چمتو ده چې په افغانستان کې لویه پانګونه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *