د ترورزم ضد د عراق ځانگړي ځواکونه وايي د څو اونېو له جگړې وروسته يې د فرات په سيند د “هيت” ښارگوټۍ د اسلامي دولت په نوم ډلې يا داعش څخه بيرته نيولى دى.

د عراق د ترورزم ضد ځواکونو ويلي دي چې ” د انبار ولايت دا ښارگوټى په بشپړ ډول ازاد شوى دى”. د ترورزم ضد د عراق د ځانگړو ځواکونو قوماندان، جنرال عبدالغني الاسدي، د اسوسيټډ پرېس خبري اژانس ته ويلي دي چې “دې ښارگوټي کې د داعش وسله والو ډېر مقاومت وکړ، د چارشنبې په شپه ناوخته له امريکايي ځواکونو هوايي مرسته وغوښتل شوه160408141025_iraq_forces_640x360_afp_nocredit“.

ددې ځواکونو وياند، صباح نعمان، ويلي دي چې ” د هيت ښارگوټى د داعش له شتون څخه پاک شوى دى”. عراقي ځواکونو د رمادي د ښار له نيولو وروسته د مارچ په نيمايي کې هيت کې عمليات پيل کړي وو چې د ښاغلي صباح په وينا د پنج شنبې په ورځ د ښارگوټي نيول کېدو سره بشپړ شول.

عراقي ځواکونه د امريکا د هوايي بريدونو په مرسته توانېدلى دى چې له وسله والو مهمې سيمې لاندې کړي، خو اوس هم د داعش ډله د انبار ولايت ځينو سيمو او په شمال کې د نينوى په ولايت کنترول لري.

له ٢٠ زرو زيات ملکي وگړي د عملياتو له پېلېدو وړاندې له ښارگوټي تښتېدلي دي، او گومان کېږې چې زرگونه نورد جگړې وروستي پړاو کې هلته ايسار پاتې وو.

له ٢٠ زرو زيات ملکي وگړي د عملياتو له پېلېدو وړاندې له “هېت” ښارگوټي تښتېدلي دي.

د “هيت” ښارگوټى عراق او سوريې کې د داعش د سيمو د نخلولو لپاره په ستراتيژيکه لار پروت دى.

عراقي ځواکونه او د امريکا په مشرۍ ايتلاف باور لري چې د “هيت” نيولو سره به د عراق لويديځ کې په تېرو څو مياشتو کې و نيول شوو ځايونو دفاع غښتلي او نورو پرمختگونو ته به لاره پرانيزي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *