هوایي برید کې د داعش لسګونه غړي وژل شوي
د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار چارواکي وایي، په یوه هوایي برید کې په اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې یو مرکز په نښه شوی چې له امله ۴۱ وسله وال وژل شوي دي.
د اچین ولسوال وایي، برید تېره شپه په لته بند سیمه کې شوی دی.
ننګرهار کې د پولیسو چارواکي وایي چې په وژل شویو کسانو کې بهرني وګړي هم شامل دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې برید د بهرنیو ځواکونو لخوا د افغانستان د امنیتي ځواکونو په همکارۍ هغه مهال ترسره شو چې داعش وسله وال پر تمرین بوخت وو.
د ملي دفاع وزارت د شمېرو له مخې، په برید کې ۴۱ وسله وال وژل شوي، خو ملکي کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
لته بند د اچین ولسوالۍ یوه غرنۍ سیمه ده چې د چارواکو په وینا د داعش د قومندې مرکز بلل کېږي.
داعش ډله وړاندې هم دلته تر هوایي بریدونو لاندې راغلې چې په لړ کې یې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.