په ډيورنډ کرښه د ځواکونو زياتولو دا اعلان نن د پاکستان د دفاع وزيرخواجه اصف وکړ150329121431_khwaja_asif_640x360_getty.

د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه اصف، ویلي، هيواد يې د افغانستان سره پر پوله (ډيورنډکرښه) د سرحدي ځواک شمېر زیاتوي.

خواجه اصف دا خبري د جمعې په ورځ اسلام اباد کې د مشرانو جرگې يا سېنټ غونډه کې د ېوه سناتور پوښتنې په ځواب کې کړې.

خواجه اصف وویل، پاکستان به په قبايلي سيمو او بلوچستان ایالت کې له افغانستان سره پر پوله د سرحدي ځواک یا ملېشه ځواکونو شمېر زیات کړي او د پولې څارنه به نوره ښه کړي، تر څو دده په خبره پر پوله د ترهګرو تګ راتګ کم شي.

خواجه اصف زیاته کړه، دوی له ډيورنډکرښې سره څېرمه په قبايلي سیمو کې د ضرب عضب په نامه عملياتو کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه وړي دي. ده زياته کړه چې “اسلام اباد افغان دولت او افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته هم خواست کړی، چې دافغانستان له لوري په سرحدي سيمو کې د ترهګرو پر ضد سخت عمليات وکړي”.

د پاکستان دمشرانو جرگې غړې، سحرکامران،د دفاع وزارت څخه پوښتنه کړې وه ، چې د پاکستان او افغانستان پر پوله کلک امنيت تدابیر نیول شوي که څنگه؟ او که شوي، نو څه ډول گامونه اخيستل شوي يا په پام کې نيول شوي دي؟ د دې په ځواب کې د دفاع وزیر خواجه اصف وویل، “له پولې سره څېرمه دې غاړې ته نه يوازې دوی د ترهګرو پټنځایونه ویجاړوي، بلکې د افغان حکومت سره د سولې لپاره په روانو څلور اړخیزه غونډو کې هم مرسته کوي”.

خواجه اصف په خپل ځواب کې زیاته کړه، پاکستان هڅه کوي، چې د دواړو هیوادونو تر منځ پوځي اړيکې هم ښې کړي، تر څو دواړه هیوادونه په ګډه د ترهګرۍ پر ضد وجنګېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *