د افغانستان د سولې عالي شورا په لومړي ځل په کابل کې د حزب اسلامي له استازو سره مخامخ خبرې وکړې او ظاهرآ دواړه خواوې هیله کوي چې خبرې به یې نتیجه هم ورکړي.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د امریکا غږ اشنا ته وویل که له حزب اسلامي سره سوله کیږي، د دغې ډلې مشر او نور جنګیالي به په کې شامل وي.

ښاغلي قاسمیار وویل ” له حزب اسلامي سره د سولې خبرې د ټول حزب په استازیتوب کیږي. تړون به له حزب سره کیږي، چې د حزب مشر ګلبدین حکمتیار او نور ټول غړي به یې په کې شامل دي. هغوی به وکولی شي، چې د نورو افغانانو په څېر په 1DDAE51B-59C0-48CB-8A0B-A487DA93CA25_w640_r1_sسیاست، حکومت او نورو برخو کې ګډ شي. جنګ به بند کړي او عادي ژوند به پيل کړي، که داسې ونشي، بیا سوله کومه مانا نلري”.

ښاغلي قاسمیار د حزب اسلامي له ډلې سره د خبرو او پرمختګونو په اړه ډېر جزییات ورنکړل، خو هیله یې وښوده چې دغه مذاکرات به مثبته نتیجه ورکړي.

هغه دا خبره هم وکړه که تړون کیږي، افغان حکومت او  حزب اسلامي به یې لاسلیک کوي ځکه چې د هغه په خبره ستونزه هم د دوی ترمنځ ده او سوله به هم دوی کوي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه مطیع الله اباسین د امریکا غږ اشنا ته وویل چې، حزب اسلامي له پخلاینې پرته بله لاره نه لري، خو دا به ستونزمنه وي چې، وسله په لاس جنګیالي یې عادي ژوند ته راوګرځول شي.

ښاغلي اباسین وویل پاکستان ونشو کولی، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کینوي او اوس یې حزب اسلامي خبرو ته کینولی چې خپل صداقت وښيي.

نوموړي وویل “پر حزب اسلامي د پاکستان فشار زیات دی، دا خبرې به نتیجه ورکوي، خو دا به مشکل وي چې د دغې ډلې جنګیالي دې دغه تړون ته غاړه کیږدي، ځکه چې جنګ د هغوی ورځنی کاروبار دی او له همدې لارې امتیازات اخلي. حزب اسلامي دا ضمانت نشي ورکولی، چې جنګیالي به یې جنګ بند کړي”.

د حزب اسلامي او سولې د عالي شورا ترمنځ د سولې خبرې په کابل کې پیل شوې دي، خو لا ډېر جزییات یې نه دي رادبره شوي.

د سولې د عالي شورا، چې اصلي دنده یې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو لارې چارې موندل او کول دي، تر دې دمه د وسله والو طالبانو سره یې مذاکراتو کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *