ترکیه په عراق او سوریې کې د تروریستانو ملاتړ ته دوام ورکوی. په دې هکله څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یوې خبریزې ناستي پر مهال وویل:«مهمه دا ده، چې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې، که هغه عراق وی او که سوریه، د399583 نه لاس وهنې سیاست غوره شي».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه:«ډیر داسي شواهد موجود دي، چې ترکیه د ډیرو غوښتنو سره سره بیا هم د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنې او د تروریزم څخه ملاتړ ته دوام ورکوی».

د سرګی لاوروف په وینا:«د ټولو لپاره د ترکيې او د ترکيې د خلکو په شمول سمه به دا وی، چې اوسمهال انقرې د تروریستانو د ملاتړ څخه د لاس اخیستلو ته خپل پام راګرځولی وی».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګنده کړه:«دا هغه اندونه دي، چې زه یي په ډاډه توګه څرګندولای شم او مونږ به ددي په ګټه کار او عمل وکړو».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *