د ملاعمر له مړینې وروسته طالبانو په څو ډلو وویشل شول

د طالبانو په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ددې غورځنگ د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا عبدالمنان عمري او د ملاعمر مشر زوی مولوی محمد یعقوب په رسمي توگه خپلې دندې پی877AA9DD-2FC4-4480-8C78-5C808A6BA4F7_w640_r1_sل کړي دي.

طالبانو د دوشنبې د اپریل په څلورمه دغه خبر په داسې حال کې خپور کړی چې د څه مودې راهیسې دغه ډله په خپل منځي اختلافونو اخته شوې ده.

د طالبانو نننۍ اعلامیه دا هم وایي چې د دوی د مشرتابه او د رهبرۍ د شورا د پریکړې سره سم

ملا عبدالمنان عمري د “اسلامي امارت” د رهبري شوری د غړي او د دعوت او ارشاد کمیسیون د رئیس

په توګه او مولوی محمد یعقوب په نظامي ‌کمیسیون کې د ۱۵ ولایتونو د نظامي‌ مسول په توګه تعین شوي دي.

تیر کال د ملا عمر د مړینې د خبر له بربنډیدو وروسته اعلان وشو چې ملا اخترمحمد منصور د طالبانو نوی مشر ټاکل شوی دی. ددې خبر د خپریدو سره سم د طالبانو د پخواني مشر ورور او ځوی د ملا اخترمحمد منصور مشري ونه منله او خپلمنځي جگړې پیل شوی چې د راپورونو له مخې د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې یې سره یو بل ته زیاته مرگ ژوبله واړوله.

د طالبانو په خبر پاڼه کې دا هم نه دي ذکر شوي چې په دې غونډه کې ملا اختر محمد منصور گډون کړی و او که نه او هم نه دي ویل شوي چې دا غونډه چیرته شوی ده.

له بلې خوا د طالبانو د خپلمنځي اختلافونو په لړ کې ملا محمد رسول چې د طالبانو یو لوړپوړی قوماندان دی د ملا منصور نه خپله لاره جدا کړې او هغه یې د ملاعمر په مړینه تورن کړی دی. که څه هم چې طالبانو د ملا اختر محمد منصور تر مشرتابه لاندې د ملا محمد عمر د ورور او زوی د یوځای کیدو خبر ورکړی خو د ملا محمد رسول په اړه یې څه نه دي ویلي.

همداشان څو ورځې مخکې طالبانو ادعا وکړه چې د دوی بل قوماندان ملا عبدالقیوم ذاکر چې د ملا اخترمحمد منصور سره یې مخالفت پیل کړی و بیرته له هغه سره یوځای شوی دی، خو یو لړ نورو منابعو بیا د ملا ذاکر د یوځای کیدو ادعا رد کړی ده.

د ملا محمد عمر د مړینې د خبر خپریدو او تائیدیدو د طالبانو په ډله کې ښکاره انشعابونه رامنځ ته کړل. مولا اخترمحمد منصور چې وروسته بیا د طالبانو مشر وټاکل شو، د ملا عمر د مړینې خبر یې نژدې دوه کاله پټ ساتلی و، او په همدې وجه پرې یو شمیر زیات طالب قوماندانان نیوکې کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *