د کونړ ولايت مقام ته نږدې ځانمرګى بريد وشو

د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد ښار کې د ولايت مقام ته نږدې په مرکزي څلور لاري کې ځانمرګى بريد شوى دىn00062852-b.

د اکرام الله په نامه د پېښې يوه عيني وويل، چې دا بريد نن سهار په شاوخوا لسو بجو د شهيدانو څلور لاري کې وشو.

سرچينې زياته کړې، چې د دې څلور لارې شاوخوا نږدې ولايت مقام او نورې دولتي ودانۍ هم شته، خو د عامو خلکو ګڼه ګوڼه هم ډېره وي.

نوموړى وايي چې ګڼ شمېر مړي او ټپيان يې روغتون ته وړي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *