په سوریه کې اوربند پیل شو
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې له حکومت او مخالفینو نه غوښتنه کړې چې د سولې خبرې له سره پیل کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې په کړکېچ کې له ټولو ښکیلو ډلو نه غوښتنه کړې چې پیل شوي اوربند ته درناوی وکړي.
دغه راز د امنیت شورا په یوې نوې مسودې کې د سوریې له حکومت او مخالفینو نه غوښتنه کړې چې د سولې خبرې له سره پیل کړي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دیمیسټورا وویل که اوربند ټینګ پاتې شي نو ډېرې مرستې به سوریې ته یوړل شي او د مارچ میاشتې په اومه به په جینوا کې د سولې خبرې له سره پیل شي.
روسیه او امریکا د شوي اوربند ملاتړ کوي خو واشنګټن وايي چې د اسلامي دولت ډلې پرضد دې بریدونه دوام وکړي.
ښاغلي دیمیسټورا وویل کیدای شي شوی اوربند له ستونزو سره مخامخ شي.
نوموړي د امنیت په شورا کې د خبرو پر مهال وویل په دې کې هېڅ شک نشته چې د سولې بهیر ته د زیان رسولو پرېمانه هڅې به وشي خو په وینا یې دوی ورته چمتو دي او پر دوی اغېز نه شي کولای
په سوریه کې د کورنیو جګړو له پیل راهیسې ۲۵۰ زره سوري وکړي وژل شوي او څو ملیونه نور کډوالۍ ته اړ شوي دي.
د ښاغلي دیمیسټورا په وینا هر اوربند له ستونزو سره مخامخ کېدای شي ځکه نو باید خپګان پر ځای د ستونزې د هوارې په اړه خبرې وشي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په خبره د اوربند ټینګ ساتل د مشرانو او هغو خلکو مسولیت دی چې د اوربند په مېکانیزم کې ښکیل دي.
په همدې حال کې د امریکا متحده ایالات وايي اوس د دې وخت دی چې مسکو په سوریه کې د جګړې د پای ته رسیدو په اړه خپل جدیت وښايي او پر منځلارو مخالفو ډلو خپل بریدونه ودروي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سمانتا پاور وویل شوی اوربند د سوریې کړکېچ ته د حل لارې د پیدا کولو په خاطر یو ښه فرصت دی.
د نوموړې په وینا دا اوربند به د سوریې د خلکو په ژوند کې ژور بدلون رامنځ ته کړي.
د سوریې اصلي مخالفه ډله وايي چې شاخوا سلو یاغي ډلو اوربند ته د درناوي ویلي دي.
بله خوا روسیه وايي چې له اوربند سره سره به د دوی په وینا د ترهګرو ډلو پرضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
په سوریه کې د کورنیو جګړو له پیل راهیسې ۲۵۰ زره سوري وکړي وژل شوي او څو ملیونه نور کډوالۍ ته اړ شوي دي