ملگرو ملتونو د اروپايي هيوادونو په پولو کي پر کډوالو د بنديزونو په هکله انديښنه ښودلې ده
ملگرو ملتونو د اروپايي هيوادونو په پولو کي پر کډوالو د بنديزونو په هکله انديښنه ښودلې ده
بانکي مون د اروپايي ټولنې دا گام له نړيوالو هوکړو سره په ټکر کي ښودلی او له دوی څخه يي د کډوالو پر مخ د پولو د پرانستلو غوښتنه کړې ده
د ملګرو ملتونو د لوی منشی ویاند اسټیفن دوجاریک له یو شمیر اروپایي په ځانګړې توګه د بالکان حوزې پر هیوادونو، د کډوالو پر مخ د لارو او خپلو پولو پر بندولو نیوکه کړې ده.
دوجاریک دا ګام د نولس سوه یو پنځوسم او نولس سوه اوه شپتم کاله د کنوانسیون پر وړاندې ګام ښودلی. د ملګرو ملتونو ملتونو د لوی منشی ویاند ویلي: بانکي مون د کډوالو پر مخ د اطریش، کرواسي، صربستان، اسلوني او مقدونیې له لوري د پولو پر تړل کیدو اندیښمند دی او له دی هیوادونو څخه یې غوښتي تر څو د کډوالو پر مخ لاره پرانیزي.
دوی ویلي اوس مهال دوه میلیونه شپږ سوه زره کډوال په ترکیه کې میشت دي او د یونان په لور ددې کډوال خوځښت روان دی.
استيفن دوجاريک – ” ده ویلي: د ملګرو ملتونو لوی منشي دې ته پاملرنه ده چې د یونان په لور د کډوالو د تګ بهیر روان دی او د مقدونیې له لوري د پولو بندیدل به په یونان کې بد حالت رامنځ ته کړي او له دې سره ترکیه د دوه میلیونو شپږ سوه زره کډوالو کوربه ده.”
ده خبرداری ورکړی چې د مقدونیې له لوري د پولو تړل کیدل به د ستونزو د رامنځ ته کیدو لامل شي. د ملګرو ملتونو لوی منشي ویلي: یو شمیر پر مخ روان هیوادونه د افغانی سوري او عراقي کډوالو کوربه دي او باید په دې بهیر کې نور هیوادونه هم ګډون وکړي.