د پاکستان پوځ مشر راحيل شريف وايي په شمالي وزيرستان کې د “اورپکو” پر وړاندې د ضرب عضب په نوم روانو پوځي عملياتو د ورروستي پړاو د پيلولو امر يې کړی دی.

د چهارشنبې په ورځ راحيل شريف شمالي وزيرستان کې د عملياتو د کتنې له پاره د شوال درې ته تللی و160120100054_pakistans_army_chief_raheef_sharif_640x360_afp_nocredit.

د پاکستان پوځ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د شوال او دته خېلو په ګډون د شمالي وزيرستان لرې پرتو سيمو کې د “اورپکو” وروستي مرکزونه لا پاتې دي او “اورپکيدغه سيمه افغانستان او پاکستان ته د تلو راتلو لپاره کاروي”.

د پوځ مشر په عملياتو کې د خپلو “لاسته راوړنو” ستاينه کړي او وايي د دغو عملياتو په ترڅ کې يې له ډېرې سيمې له اورپکي نيولي دي. تېر کال د اګست مياشت کې پاکستاني پوځ د شمالي وزيرستان شوال سيمې ته هم د ضرب عضب په نامه دا پوځي عمليات غځولی و.

د پاکستان پوځ وياند په هغه وخت کې بي بي سي ته ويلي و، چې د شوال په لرې پرته سيمه کې د عملياتو لومړۍ مرحله پای ته رسېدلې ده.

پاکستاني پوځ د ۲۰۱۴ کال جون مياشت کې ضرب عضب علميات پيل کړي وو، د پوځ په وينا د عملياتو په ترڅ کې يې ډېره سيمه له اورپکو پاکه کړې ده.

۲۰۱۵ کال د ضرب عضب عملياتو د يو کال پوره کېدو پر مهال د پاکستان پوځ ويلي وو چې په بېلابېلو عملياتو کې يې ۲۷۶۳ اورپکي وژلي او په دغه موده کې ۳۴۷ امنيتي ساتونکو او پوځيانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *