د ترکیې پوځ د پي کې کې نهه غړي وژلي
د راپورونو تر مخې دغه بريدونه د ترکيې په جنوب ختيځ کې شوي چې د پي کې کې ۹ غړي په کې وژل شوي
د ترکيې امنیتي سرچينو ويلي چې د دغه هېواد پوځي چورلکو د کوردانو کارګر ګوند پي کې کې پر مرکزونو بريدونه کړي دي.
د راپورونو تر مخې دغه بريدونه د ترکيې په جنوب ختيځ کې شوي چې د پي کې کې ۹ غړي په کې وژل شوي دی.
د دغې سرچينې په وينا، د ترکيې پوځي چورلکو د دغه هېواد په شرناق سيمه کې د پي کې کې غړو پر کاروان چې د ادل سيمې ته روان وو بريد کړی.
تېرو څو اوونيو کې د ترکيې حکومت په کورد مېشتو سيمو کې ګرځبنديز لګولى دى.
ترکيه او متحدين پي کې کې يوه ترهګره ډله بولي.
د امريکا د ولسمشر مرستيال، جو بايډن، د روان کال د جنورۍ په وروستيو کې ترکيې ته سفر کې د خبرو پر مهال د کوردانو کارګر ګوند پي کې کې د “اسلامي دولت” نومې ډلې (داعش) په ډول ترکيې ته يو لوی خطر بللی و.
د تېر اوړي څخه راپدېخوا چې د ترکيې حکومت او پي کې کې ډلې تر منځ اوربند مات شوى، په سلګونو ولسي وګړی، د کوردستان ګوند غړي او امنيتي ساتونکي په دغه خونړۍ جګړه کې وژل شوي دي.