د نورالحق علومي پر ځاى د کورنېو چارو نوى وزير ونومول شو
د افغانستان د کورنېو چارو وزير، نور الحق علومي، په ځاى يې تاج محمد جاهد د کورنېو چارو وزارت ته نومول شوى دى. ښاغلى جاهد وړاندې په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان و.
د ارگ نه يوې خپرې شوې اعلامېې کې راغلي چې ښاغلى علومي اوس په هالينډ کې د افغانستان د سفير په توگه ټاکل شوى دى.
له دې نه مخکښې کابل کې خبري رسنيو ويلي وو چې ښاغلی علومي ولسمشر ته استعفا وړاندې کړې او ولسمشر منلې ده.
د استعفا علت تر دې دمه نه دی ښودل شوى، خو له ډېره وخته د کورنېو چارو د وزير د بدلېدو اوزاه وه.
سرچينې دا هم ويلي دي. د غه راز جنرال عبدالرحمان رحمان د کورنېو چارو د وزارت امنيتي معين ټاکل شوى دى.
بل خوا افغان ولسمشر، محمد فريد حميدي د لوى څارنوال په توگه نومولى دى. ښاغلى حميدي وړاندې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسون مرستيال و.
اوس به د کورنېو چارو نومول شوى وزير او نومول شوى څارنوال له ولسي جرگې څخه د باور رايې ترلاسه کولو ته وړاندې کېږي.