د یو شمیر یمني فعالیتو په فعالیت سره چې د نړیوال حق غوښتنې په موخه د نړیوال کیفري دیوان، د جنګي جنایتکارانو په توګه دسعودي عربستان دمشرانو د محاکمې هڅې پیل کړي 12784333_1033995286661591_1639405891_nدي.

په دې غوښتنه کې د سعودي عربستان له لوري پّ یمن کې د سعودي عربستان له لوري د جنګي جنایاتو په تړاو کې نړیوالې جنایي محکمې ته چې نړیوالو جنایتونو ته رسیدنه کوي د نسل وژنې مسولیت لري غوښتي ترڅو د سعودي عربستاان له لوري تر سره شویو جنایاتو ته رسیدنه وشي.

که چیرې په دې هکله د نړۍ له بیلا بیلو برخو کې څخه د اړتیا وړ لاسلیکونه را ټول کړل شي د جرایمو نړیواله محکمه به اړ شي ترڅو په دې هکله د سعودي عربستان د مشرانو پروړاندې ګام پورته کړي او ددې محکمې غړي کولای شي ترڅود لاسوندونو او تر لاسه شویو اسنادو له مخې دوی د میز شا ته را وکاږي.

په دې کمپاین کې د ګډون لپاره دې پتې ته ورشئ اوپه دې خوځښت کې برخه واخلئ.

* https://www.change.org/p/international-criminal-court-saudi-arabia-must-be-tried-as-a-war-criminal?recruiter=493279070&utm_source=share_petition&utm_medium=copylink

* https://goo.gl/oqW5R0

ددې متن په دې ډول دی:

آیا تاسو په نړیواله محکمه کې د سعودي عربستان د مشرانو په جنګي جنایت د تورینیدو په تور د محاکمنې غوښتونکي یاست؟

د جرایمو د نړیواله محکمه (ICC ) لویو څلورو جرایمو ته د رسیدو صلاحیت لري:

نسل وژنې، د بشریت پر وړاندې جرایم، او تیری

ددې ډول محکمې د رامنځ ته کیدو موخه، په یادو تورنو د تورنو کسانو څارنه ده او دا تورن باید د خپلو تر سره کړو جنایتونو په هکله نړیوالې ټولنې ځواب ورکړي.

د سعودي عربستان د دولت مشران د هغه تورنو په هکله چې د یمنیانو پر وړاندې یې تر سره کړي دي باید د جرایمو په نړیوال محکمه کې ځواب ورکړي.

په عربستان لږیدلي تورونه:

  1. د څلور زره شپږ سوه اته ویشتو نارینه، یو زرپنڅه سوه نولسو میرمنو او یو زر نهه سوه شپږ نوي ماشومانو په ګډون د اته زره یو سل څلور څلویښت کسانو وژل.
  2. د یولس زره اته سوه شپږویشتو نارینه یو زره اوه سوه شپږ اویا ښځینه او یو زره دوه اتیا ماشومانو په ګډون د پنځه لس زره یو سل څلور اتیا کسانو ټپیانول.
  3. د ۱۲۰۰۰۰۰ یمنیانو کډوالی او یا په نور هیوادونو کې د پناه غوښتل.
  4. د روغتونونو په ګډون د ملکي ودانیو او حتی د ملګرو ملتونو د بې بولې ډاکټرانو د روغتون تربرید لاندې راوستل.
  5. د خوشه یې بمونو په ګډون دیو شمیر غیر قانوني وسلو کارول.
  6. د کلابندی له مخې د یمنیانو ژوند له ګواښ سره مخ کول او یمن ته د نړیوالو مرستو او نورو اړینو توکو ورتګ ته د اجازې نه ورکول.
  7. د یمن هیواد د بنسټیزو او اقتصادي پروژو بمباران چې پکې، څوارلس هوایي ډګرونه، لس بندرونه، پنځه سوه دولس پلونه او لارې، یوسل پنځه ویشت د برښنا مرکزونه، یو سل څلور شپیته د اوبو مخزن او د ابو ساتنځای، نهه سوه اویا دولتي ودانۍ، پنځه سوه د خوړو انبارونه، درې سوه دري پنځوسسوداګریزې ټولنې، د څلور سوه نهو خوارکي توکیو د لیږدولو کاروانونه، د تیلو دوه سوه اته دیرش د تیلو ټانکرونه، یو سل نوي کارنخونې، دوه څلویښت سپورتي مرکزونه او د غلې سیلو، یو سل پنځه ویشت د دام او طیور واحدونه.
  8. د درې سوه پنځه ویشت زره یو سل اوه دیرشو کورنو، دوه سوه اته ډیرشو خدماتي مرکزونو، پنڅه سوه نهه شپیته مدرسو، نهه دیرشو پوهنتونونو، شپاړسو رسنیو، شپږ سوه پنځه لسو جوماتونو، نهه پڼځوس تاریخي آثارو او یوسل نولسو سیلایني مرکزونوپه ګډون د درې سوه پنځه ویشت زره یو سل اوه دیرش مرکزونو له منځه وړل.

که چیرې تاسو د جرایمو په نړیواله محکمه کې د سعودي رژیم د مشرانو د محاکمې غوښتونکي یاست دا غوښتنلیک لاسلیک کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *