د ترکیې څاره ګره اداره په انقره کې د چاودنې په هکله مالومات درلودل!

دانقرې په ترهګریز بریدکې د لاس لرلو په تړاود ترکیې دولت او بیلتون غوښتونکو ترمنځ د ناندریو په لړ کې، د ترکیې په پارلمان کې د خلکواستازو ددې برید د تر سره کیدو په هکله د ترکیې څارګرې ادارې یا میت په تړاو له خبرواي پرده پورته کړه.

د منځني ختیځ د ریپوټ له مخې، د ترکی د خلق ګوند استازي آرین آردم پّ یوه خبري ناسته کې ددې برید او د برید په هکله د ترکیې د استخباراتي ادارې د مالوماتو او له دې چې د دې ادارې کولای شول ددې برید مخنوی وکړي خو په لوی لاس یې له بیغوریه کار اخستی ویلي:«دې ریپوټ کېدای شي د ترکیې پوځي مرکزونو دداعش ترهګریز برید ته نغوته وي او دا اعلامیه د تیر کال په لړ کې خپره شوې ده یعني چې د ترهګریز برید اوه ویشت ورځې وړاندې. اوس ددې شاهدان یو چې د ترکیې پارلمان ځن2015_10_10_11_45_14_970ګ ته ترهګریز برید تر سره کیږي».

آردم د ترکیې څارګرې ادارې پر کړنو پّ کلکو نیوکو سره ویلي: « په دې هکله د مالوماتو په تر لاسه کیدو سره ددې برید مخنیوی ولې ونشو؟ په ډې هکله اندیښمند یو چې له دې سره چې استخباراتي ادارې په دې هکله مالومات درلودل خود مخنیوي لپاره یې هیڅ ګام ندی پورته کړی.»

ده ددې موضوع د روښانیدو په هکله ویلي: « کیدای شي ووایې چې په هیواد کې هیڅ ډول امنیتي ستونزه نلرو خو هڅه مکوی ترڅو خلک تیر باسی. استخباراتياداره له هیواده د ملاتړ وس نلري ځکه چې تل دنورو ګوندونودخبرو پّ اوریدو بوخت دي مونږ سخت اندیښمند یو.»

د خلق ګوند استازي د ترکیې استخباراتي اداره تر پوښتنې لاندې راوستلې ویلي یې دي: «هغه څه چې رامنځ ته شوي د یوې تیروتنې په ډول ده او باید اړوند مسولین ل دندو ګوښه شي ځکه چې دا یوه اړتیا ده که چیرې دا یوه تیروتنه نوي نو بیا دا پیښه په لوی لاس رامنځ ته شوې؟»

د عدالت او پرمختګ حاکم ګوند یو شمیر څارونکې د انقرې په پیښه کې په لاس لرلو تورن کړي دي. مخکې له دې هم په یوشمیر چاودنو کې د حکومت مشران پّ ترهګریزو بریدونو کې په لاس لرلو تورن شوي وو. څارونکي په دې آند دي چې د احمد داود اغلو دولت د خلکو د ملاتړ په تر لاسه کولو سره چې په دې سره ددولت سیاست ژغورل کیدای شي او د انقرې په ترهګریز برید کې یې لاس درلود.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *