ولادیمیر پوتین او د قطر امیر په سوریی کی د حالاتو په هکله خبری وکړی
ولادیمیر پوتین او د قطر امیر په سوریی کی د حالاتو په هکله خبری وکړی
د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د قطر د امیر تمیم بن حمد آل ثانی سره په سوریی کی د مهمو او اوسنیو حالاتو په هکله خبری وکړی. په دی هکله خبر د کریملن د رسنیزو چارو دفتر لخوا خپور شوی دی.
یادو مشرانو پریکړه وکړه؛ چی په سوریی کی د شخړی د هواریدو په موخه په بیلابیله کچه یو بل سره اړیکی ټینګی وساتی.
د «ریا نووستی» خبری آژانس په دی هکله د کریملن د رسنیزو چارو دفتر لخوا د خپور شوی خبر له مخی کاږی:« د خبرو په اوږدو کی چی څه موده مخکی د روسیی پلازمینی مسکو ته د قطر د امیر د سفر پر مهال وشوی، مشرانو په سوریی کی د مهمو او اوسنیو حالاتو په هکله خبری وکړی. د خبرو پرمهال هوکړه وشوه، چی په سوریی کی د کړکیچ له منځه وړلو په موخه باید په بیلابیله کچه دوه اړخیزو اړیکو ټینګولو لپاره خپلی هڅی پیاوړی کړو».