ترکیی په سوریی کی د پوځی عملیاتو په هکله اعلامیه خپره کړه
د ټلوالی ټول هیوادونه باید د سوریی په خاوره کی په پوځی عملیاتو کی برخه واخلی. په دی هکله اعلامیه د ترکیی د بهرنیو چارو وزیر Mevlut Cavusoglu خپره کړی ده.
د «ریا نووستی» خبری آژانس خبر ورکوی، چی د ترکیی د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کی زیاته کړه، چی په اجندا کی لا تر اوسه د داسی عملیاتو تر سره کول نشته.
په دی هکله د خبرونو له مخی ویل کیږی؛ چی سعودی عربستان او ترکیه په سوریی کی د خمکنیو پوځی عملیاتو پلوی کوی. د روان کال د فبروری د ۱۴ می نیټی راهیسی د ترکیی وسله وال پوځ د سوریی په شمال کی د کردانو د ملیشه ځواکونو په مورچلونو ډزی کوی.
د یادونی وړ ده، چی د سوریی په خاوره کی د ترکیی د سرتیرو د شتون په هکله خپاره شوی خبرونه تایید نه شول.