په سلگونو افغان مهاجر د یونان او مقدونیه په پوله بند پاتې دي.

د یونان حکومت د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې د زیاتو مهاجرو د ورتگ په هکله خبرداری ورکړ چې د مکدونیا هیواد د پناه غوښتونکو او مهاجرو پر وړاندې خپل سرحدونه نور هم

د یونان د گډوالو د چارو مرستیال وزیر وویل چې اروپایي ټولنه د غړو هیوادونو له لورې د یو اړخیزو اقداماتو په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.

مقدونیه د یونان سره خپله جنوبي پوله د افغان پناه غوښتونکو پرمخ تړلې ده او اوس یواځې سوري او عراقي مهاجر کولای شي له سرحده تیر شي.

مقدونیه د یونان په شمال کې یو کوچنی اروپایي هیواد دی چې د هغې لارې پناه غوښتونکي ځانونه1873D76D-26A6-47DD-848C-662CCB9A7FA6_w640_r1_s_cx0_cy3_cw0 صربستان او د بالکان هیوادونو او بالاخره جرمني ته رسوي.

د مقدونیایي مقاماتو اعلان وکړ چې نور افغان مهاجرو ته اجازه نه ورکوي چې دې هیواد ته داخل شي. دوی زیاته کړې چې دا اقدام یې د خپلو شمالي گاونډیانو د ورته اقدام په غبرگون کې ترسره کړی دی.

د مقدونیه د پولیسو یو ویاند تیره ورځ ویلي وو چې ددې هیواد په شمال کې صربستان هم پرته له کوم رسمي دلیل له وړاندې کولو څخه هیواد ته د افغان مهاجرو د ورتگ مخه نیولې ده.

یونان ویلي دي چې د مقدونیه دغه کار ددې سبب شوی دی چې څه دپاسه درې زره پنځه سوه مهاجر د مقدونیه سره ددې هیواد په پوله گیر پاتې شي.

د یونان د گډوالو د چارو مرستیال وزیر دا هم ویلي دي چې اروپایي ټولنه د غړو هیوادونو له موافقې وروسته یوه پریکړه کوي خو د هغه په وینا “متاسفانه د اتریش په گډون یو شمیر غړي هیوادونه د اروپایي ټولنې له فرهنگ څخه بې برخې دي” او هغه پریکړه چې یې لس ساعته دمخه لاس لیک کړی، هغه یې ماته کړې ده.

د هغه اشاره د مقدونیه او اترش اقداماتو ته وه چې د شنبې په ورځ یې پر ترانزیتي چارو او پناه غوښتونکو باندې یو شمیر محدویتونه ولگول.

په روان کال کې نژدې سل زره مهاجر له ترکیې څخه د یونان جزایرو ته رسیدلي دي. د یونان پولیسو ویلي دي چې د مقدونیه سره په پوله د ایسار شویو مهاجرو له جملې څخه نژدې ٦٠٠ تنه یې افغانان دي چې د افغانستان د بیرغونو او په لاس لیکل شویو شعارونو په اوچتولو سره یې سوله ییزه مظاهره وکړه.

په دغو مهاجرو کې یو یې ٢٥ کلن شفیع الله قبري نومیږي چې د افغانستان د کندز ولایت څخه یونان ته رسیدلی دی.

هغه د اسوشتیتید پرس اژانس ته ویلي چې ” د درې ورځو راهیسې دلته یو او هیڅوک نه پوهیږي چې ولی دوی دروازې تړلي دي.”

هغه وایي خواړو او اوبو ته اړتیا نه لري هغه څه چې غواړي له سرحده تیریدل دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *