سید احمد ګیلاني، حامد کرزی او برهان الدین ربانيله ښي نه کیڼ اړخ ته: سید احمد ګیلاني، حامد کرزی او برهان الدین رباني

د افغانستان د سولې په عالي شورا کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل، افغان ولسمشر پیر سید احمد ګیلاني د سولې د عالي شورا د م9FA87B2F-E0A2-41A5-A94E-5BBBCB3875F3_cx0_cy8_cw0_w900_r1_s_r1شر په توګه ټاکلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، محمدکریم خلیلي، حاجي دین محمد او حبیبه سرابي په ګډون شپږ تنه د دغې شورا د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي.

ولسمشر غني لا تر اوسه په دې اړه رسمي فرمان نه دی صادر کړی.

د افغان ولسمشر د مطبوعاتو دفتر هم تر دې مهاله د سولې د عالي شورا د مشرتابه په اړه څه نه دي ویلي.

خو د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې پیر سید احمد ګیلاني د سولې د عالي شورا د رئيس او کریم خلیلي، دین محمد، حبیبه سرابي، خبیر، عطاالرحمن سلیم او خدام د دغې شورا د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

په نړیوالو چارو کې د سولې د عالي شورا سلاکار اسماعیل قاسمیار امریکا غږ ته وویل، د دغې شورا د مشرتابه پلاوي نوملړ به په رسمي توګه درې ورځې وروسته اعلان شي.

که څه هم ښاغلي قاسمیار د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د پیر سید احمد ګیلاني د ګمارنې خبر تائید نه کړ خو وې ویل، چې له یوې میاشتې راهیسې د هغه د ګمارنې په اړه خبرونه اوریدل کیږي.

ولسمشر غني یوه اونۍ مخکې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د وتلو په یوې غونډه کې ویلي وو، چې د سولې د عالي شورا د مشرتابه پلاوي د ګمارنې پرسر هوکړې ته رسیدلی او ډیر ژر به یې نوملړ اعلان کړي.

افغان ولسمشر ویلي وو، چې په دې نوملړ کې د یو شمیر جهادي شخصیتونو او ښځو نومونه هم شامل دي.

د سولې عالي شورا له هغې وروسته د مشرتابه له تشې سره مخ شوه، چې څه باندې یو کال مخکې د دغه شورا پخواني مشر صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزارت لپاره د افغانستان د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه.

د سولې عالي شورا د ۶۸ کسانو په غړیتوب، چې د افغانستان په سیاست کې ښکیلې جهادي او مخورې څیرې هم په کې شاملې دي، شپږ کاله مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په فرمان، د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو سره د روغې جوړې په موخه، جوړه شوه

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *