په سوریی کی دوه تروریستی بریدونه شوی
په سوریی کی د دوو تروریستی بریدونو په پایله کی لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوی دی.
د«ریا نووستی» خبری آژانس د پولیسو په حواله خبر ورکوی، چی د سوریی د حمص په سیمه کی دوه تروریستی چاودنی چی یوه یی ځانمرګی وه، شوی دی. په دی هکله د لومړنیو خبرونو له مخی ویل کیږی، چی د دغو چاودنو په پایله کی ګڼ شمیر ملکی خلکو ته مرګ ژوبله اوښتی ده.
له دی مخکی په سیمه کی د اوسیدونکو خلکو په حواله خبر ورکړ شوی وو، چی د سوریی په پلازمینه، دمشق کی تروریستی چاودنی شوی وی خو وروسته بیا دغه خبرونه رد شول.