کیدای شی د روسیې او ترکې ترمنځ جګړه رامنځ ته شي
فرانسوا اولاند پخپلو خبرو کې ویلي، روسیه باید د سوري ولسمشر بشارالاسد له ملاتړه لاس واخلي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، د سوریې د کړکېچ په تړاو د روسیې او ترکیې ترمنځ د جګړې پیلېدو وېره شته.
ښاغلي اولاند د فرانسې له رادیو سره په مرکه کې ویلي، د سوریې په کړکېچ کې د ترکیې ډېره ښکېلتیا د جګړې پیلېدو ته لاره هواروي.
ولسمشر اولاند دا هم ویلي چې د روسیې او ترکیې ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې چې باید د جوړجاړي خبرې یې له سره پیل شي او بمبارۍ ودرول شي.
فرانسوا اولاند پخپلو خبرو کې ویلي، روسیه باید د سوري ولسمشر بشارالاسد له ملاتړه لاس واخلي.
روسیه د سوریې په کړکېچ کې د بشار اسد ملاتړ کوي. د سوریې له مخالفو ډلو سره د حکومت په جګړه کې د روسي الوتکو بریدونو د سوري جنګیالیو د پرمختګ لپاره تر ډېره لاره هواره کړې ده.
په حلب کې د بشار اسد د ځواکونو پرمختګ په تېره بیا له ترکیې سره پر پوله د ترکي دولت اندېښنې راپارولې دي.
ترکیې په وروستیو اونیو کې د سوري کردي ځواکونو ځینې هدفونه په نښه کړل چې وايي دغه کردي جنګیالي به پرې نه ږدي چې د سرحدي سیمو کنټرول ترلاسه کړي.
وړاندې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ترکیې له ولسمشر رجب طیب ایردوان سره په تیلېفوني خبرو کې د سوریې شمال کې د سوري پوځ د پرمختګ په اړه اندېښنه ښوولې وه. د ترکیې ولسمشر د سوري کردانو د وسله وال کولو په تړاو پر امریکا نیوکه کړې وه.
اوباما د سوریې د هغه پرمختګ د درولو غوښتنه کړې چې د ترکیې اندېښنه ورسره ډېرېږي.
اوباما د سوریې د هغه پرمختګ د درولو غوښتنه کړې چې د ترکیې اندېښنه ورسره ډېرېږي.
نوموړي د کردي ”سوري دیموکراتیکو ځواکونو” پر ډلې غږ کړی، چې د نورو ځایونو له نیولو لاس واخلي.
اوباما له ترکیې نه غوښتي چې له زغمه کار واخلي او سیمه په توپونو ونه ولي.