د کوردستان د خپلواکۍ بازانو يا (صقور حريه کردستان) په نوم ډلې د چارشنبې په ورځ د ترکيې پلازمېنې انقرې کې د شوې چاودنې پړه منلې ده. دې چاودنې کې ٢٨ کسان وژل شوي او لسگونه نور ژوبل شوي وو. چاودنې کې پوځي موټرې چې سرتيري يې لېږدول په نښه شوي وو.

دې ډلې په انټرنېت يوې وينا کې ويلي دي چې ” دا بريد يې د ترکيې په جنوب ختيځ کې د پوځ لخوا د کردانو پرضد د عملياتو په ځواب کې کړى دى”.

ددې ډلې په اعلامېې کې راغلي چې بريدگر يو ٢٦ کالن ترکى، او ختيځ ښارگوټي فان کې زېږېدلى و. اعلاميې کې زياته شوې ده ” دا چاودنه د ترکيې د ولسمشر تگلار او کړنو ته يو غبرگون و160219175001_ankara_bombing_victims_640x360_bbc_nocredit“.

داسې فکر کېږي چې دا ډله د کردانو د خپلواکۍ تنظيم يا پي کى کى سره تړاو لري. پي کى کى د ترکيې نه علاوه د امريکا او اروپايي هېوادونو لخوا ترورستي ډله بلل شوې ده. خو خپله دې ډلې د دسمبر په مياشت کې دا خبره رد کړې وه چې گوا کې د پي کى کى ډلې سره تړاو لري، خو د ترکيې حکومتي سرچينې وايي “د کوردستان د خپلواکۍ د بازانو” ډله له پى کى کى څخه راجلا شوې ده . امريکا په ٢٠٠٨ کال کې دا يوه ترورستي ډله بللې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *