امريکا ليبيا کې د داعش روزنيز کمپ بمبارکړى
د نورالدين شوشان په اړه فکر کېږي چې تېرکال تونس کې شوو ډيرو بريدونو سره تړاو لري. دې کې هغه بريد هم شامل دى چې په کې ٣٠ برېتانويان وژل شوي وو.
امريکايي الوتکو ليبيا کې د اسلامي دولت په نومې ډلې اورپکي په نښه کړي دي او لږ ترلږه ٣٨ کسان يې وژلي دي. دې بريدونو کې صبراته کې د داعش يو روزنيز مرکز په نښه شوى دى.
د صبراته سيمه د پلازمېنې طرابلس لويديځ ته په اويا کېلومترۍ کې پرته ده. امريکايي چارواکي وايي ددې زيات امکان دى چې دې بريدونو کې د تونس يو افراطي مشر نورالدين شوشان وژل شوى وي. دده په اړه فکر کېږي چې تېرکال تونس کې شوو ډيرو بريدونو سره تړاو لري. دې کې هغه بريد هم شامل دى چې په کې ٣٠ برېتانويان وژل شوي وو.
ددې نه وړاندې د صبراته ښاروال رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د لیبیا پلازمېنې طرابلس په لوېدیځ کې یوه ودانۍ په نښه شوې ده.
دی وايي، په برید کې ۴۱ کسان وژل شویو چې ډېری یې تونسیان دي.
نزدې يوه کال څخه د اسلامي دولت ډله په ليبا کې فعاله ده اوامريکا اټکل کوي چې دې هېواد کې نزدې ٦٠٠٠ زره وسله وال لري.