د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ترکیې له ولسمشر رجب طیب ایردوان سره په تیلېفوني خبرو کې د سوریې شمال کې د سوري پوځ د پرمختګ په اړه اندېښنه ښوولې ده.

وړاندې، د ترکیې ولسمشر د سوري کردانو د وسله وال کولو په تړاو پر امریکا نیوکه کړې وه.

اوباما د سوریې د هغه پرمختګ د درولو غوښتنه کړې چې د ترکیې اندېښنه ورسره ډېرېږي150827121804_erdogan_obama_640x360_afp_nocredit.

نوموړي د کردي ”سوري دیموکراتیکو ځواکونو” پر ډلې غږ کړی، چې د نورو ځایونو له نیولو لاس واخلي.

اوباما له ترکیې نه غوښتي چې له زغمه کار واخلي او سیمه په توپونو ونه ولي.

د بشري حقونو د څار ډلې، چې د سوري حکومت مخالفه ده، ویلي، د امریکا په ملاتړ ځواکونو، چې د کردي ولس د ملاتړ کنډکونه هم پکې دي، د جمعې په ورځ د سوریې شمال ختیځ الحسکه ولایت ستراتیژیک الشدادي ښار له ”اسلامي دولت” ډلې ونیو.

الشدادي ښار د بېرته نیولو بریدونه درې ورځې وړاندې پيل شوي وو، چې د امریکا په هوايي ملاتړ تر ډېره د ”سوریې دیموکراتیک ځواکونه” پکې ښکېل دي.

د الشدادي ښار نیول په سوریه کې د ”اسلامي دولت” ډلې له لاسونو نه د مهم رقه ښار له لاسه وتلو کې هم مرسته کولی شي.

د بشري حقونو د څار ډلې د مشر رامي عبدالرحمن، چې بریتانیا کې مېشت دی، له خولې ویلي، پر الشدادي لاسبري د ”اسلامي دولت” ډلې لپاره یو ”قوي ګوزار” دی.

دی وايي، که څه هم دغه ډله په سیمه کې لاهم پر لسګونو کلیو واکمنه ده، خو د ”سوریې دیموکراتیک ځواکونه” په تېرو ورځو کې پر ګڼو کلیو او کرنیزو ځواکونو واکمن شوي دي.

د ”سوریې دیموکراتیک” ځواکونو ډله د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د کردي ولس د ملاتړ کنډکونو په منځ کې جوړه شوه، چې په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ”اسلامي دولت” ډلې پروړاندې د نړیوال ایتلاف مهم مشرد داعش ډلې غړي، چې په الشدادي کې د “سوریې دیموکراتیک ځواکونو ډلې” نیولي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *