سعودي له لبنان سره ۳ میلیارد ډالر پوځي مرسته وځنډوله
په پام کې وه چې سعودي عربستان د لبنان د پوځ لپاره له فرانسې پوځي توکي واخلي
سعودي عربستان له لبنان سره درې میلیارده ډالري پوځي مرسته ځنډولې ده.
دا ګام یې وروسته تر هغه اخیستی چې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر د ایران پروړاندې د سعودي د ملاتړ په موخه د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پرېکړه لیک ملاتر ونه کړ.
د سعودي د رسمي خبري آژانس په وینا، په پام کې وه چې په دغو پیسو به له فرانسې نه وسلې ترلاسه کړل شي او د لبنان پوځ ته به ورکړل شي.
سعودي عربستان په ۲۰۱۳ کال له لبناني پوځ سره ددغې مرستې ژمنه کړې وه چې له ژمنې سره سمه د وسلو لومړنۍ جوپه مرسته یې، چې له فرانسې نه ترلاسه شوې وه، د تېر کال کال په اپرېل میاشت کې لبنان ته ورسېده.
د سعودي د یوه چارواکي په حواله، ویل شوي چې عربستان یو میلیارد ډالر مرسته د لبنان له امنیتي بنسټونو سره ځنډولې ده.
د ایران او عربستان ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، چې سعودي شیعه ملا شیخ نمر اعدام کړ.
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر جبران باسیل په تېره جنورۍ کې ویلي وو، د عربي هېوادونو د ټولنې پر هغې هوکړې یې له رای اچولو ډډه کړې وه، چې پر دوو سعودي استازو یې بریدونه غندلي وو، ځکه چې په دې پرېکړه کې د لبنان حزب الله ډلې نوم راغلی و او هغه یې په ترهګرۍ تورنه کړې وه. د سعودي چارواکو پر لبنان له دې کبله نیوکه کړې، چې ایران کې د سعودي پر دیپلوماتیک ماموریت یې بریدونه ونه غندل