د پوځ له لوري د امنیتي کمربند په رامنځ ته کیدو سره دوی ددوی هم تړونوال چې په حلب کې د فتح النصرې او انصار الشریعه له ترکیې سره خپلې ټولې ګډې لارې چې له دې هیواد سره یې پرې تګ راتګ کاوه له لاسه ورکړې. دا په داسې حال کې ده چې سوریې پوځ پر دې پسې پلان د اعزاز ښار په لور تګ دی ترڅو دا ښآر هم له ټولو وسله والو ډلو څخه پاک او له حلب سره د ټولو لارې بندې کړي.

د سوریې ولسمشر بشار اسد د دولت پرځولو لپاره د ترکیې حاکم ګوند له لوري پنځه کلنه پانګې اچونې کومه ګټه نه درلوده او د ترکیې تر ملاتړ لاندې د امنیتي ځواکونو له ماتې د دولتي اوسرتیرو او کردانو له وروستي پرمختګ وروسته احمد داوود اغلو په خپلو بیساری څرګندونو کې چې په کیف کې کړې د سوریې دموکراتیک اتحاد او د ي پک ګ وسله وال یې د روسیې مزدوران بللي دي.

د کرد ولسي ځواک کمیټې په دې وروستیو کې د پوځ په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی او دوی وکولای شAhmad-daoud-ogloول خپل سیال وسله والو په شا کړي. داوود اغلو مخکې له دې چې اوکراین ته سفر وکړي د اعزاز ښآر څخه د دوی د ملاتړو په شا کیدو ته په نغوتې سره ویلي: « د اعزاز د سقوې اجازه نه ورکووکه چیرې د ترکیې هوایی او د توغندیو بریدونه نه وی، د کرد ځواکونه به پر هغه سیمو هم واک تر لاسه کړی وی کوم چې ددوی د مخالفینو په لاس کې دي. که چیرې د پې کې کې وسله وال اعزاز ته نږدې شي کلک غبرګون به وښیو.»

په داسې حال کې چې څه موده وړاندې خبري سرچینو له النصرې جبهې او الشامیه جبهې سره د حلب پّ شمال کې له اوربنده خبر ورکړی وو، د داوود اغلو غیرمسولانه څرګندونې ددې ښکارندویي کوي چې ترکیه پّ سوریه کې د القاعدې ځانګې النصرې جبهې څخه ملاتړ کوي.

سیاسي څیړونکي په دې آند دي چې ترکیه په سوریه کې د کردانو له پرمختګ ویره لري او له دې ویريږي که چیرې اعزاز سیمې ته دولتي او نورو وسله والو پرمختګ ورکړي دا به د کردانو د پیاوړتیا لامل شي چې په دې سره به بیا ددوی هیواد ته ستونزې رامنځ ته کړي او د ترکیې ملاتړې ډلې به له منځه یوسي چې دا به ترکیې ته زغملو وړ نه وي.

د ویلو وړ ده، د اعزاز، شیخ عیسی او مارع ښارونونیولو به د ترکیې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کړي او د سوریې د پوځ پر وړاندې به ددوی هڅې چې پّ فک حصار نبل او الزهرا کې بې ګټې پاتې شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *