ناروې په کابل کې د آی او ایم په دفتر پیسې بندې کړي
ناروې په موقتي توګه په کابل کې د مهاجرت په نړیوالې ادارې (IOM)پیسې بندې کړیدي. ناروې وایي دا کار یې د ښکاره فساد او درغلیو د خطر پر اساس کړیدی.
د ناروې د مهاجرت د چارو مشرې کریسټین ویلبرګ د آی او ایم نه غوښتي دي چې “د فساد او درغلیو د له منځه وړلو لپاره دې اقدامات وکړي او باید ډاډ ورکړي چې دغه پیسې د هغه هدف لپاره مصرفیږي د کوم لپاره چې ځانګړې شویدي.”
ناروې د مهاجرت دغې نړیوالې ادارې ته پیسې ورکوي چې په کابل کې یې هغو پناه غوښتونکو ته ورکړي چې د اروپایي هیوادونو نه بیرته افغانستان ته استول شوي وي.
ناروې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کالونو په مودې کې کابل ته پنځه میلیونه امریکایي ډالر استولي دي چې د ناروې نه د شړل شویو پناه غوښتونکو سره مالي مرستې پرې وشي.
میرمن ویلبرګ وایي ” تر اوسه نده معلومه چې د دغو پیسو د جملې نه په څومره پیسو کې به یې درغلي شوي وي. “