لیبیا کې پر داعش هوایي بریدونه شوي دي

رپوټونه وايي، د لیبیا صبراته کې د داعش ډلې پر جنګیالیو بمباري شوې، چې لږترلږه ۳۰ کسان پکې وژل شوي دي.

160203220130_libyans__624x351_getty_nocredit”نیویارک ټایمز” ورځپاڼې د نوم نه ښودلو په شرط د یوه چارواکي له خولې ویلي، دا برید د امریکا له خوا ترسره شوی دی.

د صبراته ښاروال رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د لیبیا پلازمېنې طرابلس په لوېدیځ کې یوه ودانۍ په نښه شوې ده.

دی وايي، په برید کې ۴۱ کسان وژل شویو چې ډېری یې تونسیان دي.

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر تېره اونۍ ویلي وو، امریکا به لیبیا کې د ”اسلامي دولت” ډلې په نښه کولو ته دوام ورکړي.

د بمبارۍ سیمه د تونس پولې ته څېرمه پرته ده.

وروستي رپوټونه وايي، د ”اسلامي دولت” قومندانان له عراق او سوریې نه لیبیا ته له ګڼو جنګیالیو سره تللي دي.

په بمبارۍ کې د بریتانیا اډې هم رول درلود، خو کوم بریتانوي په برید کې مستقیماً برخه نه ده اخیستې. تېر کال، دغې ډلې د لیبیا د مخکیني ولسمشر معمر القذافي کورنی ټاټوی – سرت ښار – ونیو.

صبراته د تونس پولې ته څېرمه پروت دی، چې ویل کېږي ”اسلامي دولت” ډله پکې حضور لري.

تېر کال، دغې ډلې د لیبیا د مخکیني ولسمشر معمر القذافي کورنی ټاټوی – سرت ښار – ونیو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *