پوتين او دسعودي پاچا د سوريي د لانجې د هوارۍ په اړه خبري وکړي
پوتين او دسعودي پاچا د سوريي د لانجې د هوارۍ په اړه خبري وکړي
د روسيي ولسمشر ولاديمير پوتين او د سعودي عربستان پا چا سلمان بن عبدالعزيز ال سعود په ننني تليفونې خبرواترو کې د سوريي دلانجې د غوڅولو او د ځپلمنځې دوه اړخيزو همکاريو په اړه خپري وکړي.
« د خبرو اترو په ترځ کې د سوريي مسئله، او په منځني ختيځ او شمالي افريقا په ټولو سيمو کې د سولي اوثبات د ټينګولو په اړه نظرونه تبادله شول» دامطلب د کريملين مطبوعاتي دفتر ور کړی دي. برسيره پردې « پوتين ، روسيي ته د سعودي عربستان د پاچا سفر چې په مناسب وخت کې به ترسره شي منلی دي».
د يادونې وړ ده چې د تيلفوني خبرو اترو په لړ کې دواړو هيوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکې اړيکو د ۹۰ ايمي کاليزي په مناست دواړو مشرانو يو اوبل ته مبارکي ویلي ده.