درې لسيزې کېږي، چې سور صلیب په افغانستان کې فعالیت کوي.

د غزني امنیه قومندان وايي، د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د سره صلیب تښتول شوي کسان اوس په غزني کې خپل دفتر ته رسېدلي دي.

په غزني کې هم د سره صلیب یوه کاروونکي د تښتول130531052548_icrc_in_afghanistan_624x351_bbc شویو کسانو د بېرته راخوشي کېدو خبره منلې، خو نور معلومات یې له رسنیو سره شریک نه کړل.

دغه څلور کسان دوه ورځې وړاندې تښتول شوي وو.

امین الله امرخېل وویل، دا کسان د غزني د واغظ ولسوالۍ رڼا خېلو سیمې ته پرته له دې چې امنیتي او ملکي ادارې له خپل سفر نه خبرې کړې، تللي وو.

نوموړی وايي، اوس د رڼا خېلو سیمه د وسله والو په واک کې ده او نه شو ویلای چې دوی د کومو کارونو لپاره هلته تللي وو.

امین الله امرخېل زیاتوي، موږ د تښتول شویو کسانو د خلاصون په اړه له قومي مشرانو د مرستې غوښتنه کړې وه، چې کېدای شي د هغوی منډو ترړو هم ښه پایله لرلې وي.

تښتول شوي کسان ټول افغانان وو.

درې لسيزې کېږي، چې سور صلیب په افغانستان کې فعالیت کوي.

په جګړې کې له نیول شویو او ټپي شویو کسانو سره مرستې او ورته د روغتیايي اسانتیاوو چمتو کول، د غذايي او غیر غذايي توکو وېشل، په هېواد کې دننه له بې ځایه شویو کسانو سره مرستې او د اوبو رسول په افغانستان کې د دغې ادارې له فعالیتونو بلل کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *