د اسرایلو دفاع وزارت ناتواني د دریمې انتفاضیې په کنترول کې

موشه یعلون- استفاده از بمب اتمی گاهی وقت‌ها لازم است-shia muslim-23964موشه یعلون د دریمې انتفاضیې له مخې د اسرایلو دفاع وزارت د نه کابو کیدو په هکله اعلان کړی، چې د دوهم دفاعي سپر طرحې ته د اسرایلو ور دننه کیدل اړین ندي او یواځې په باختري تړانګه کې نیوکې او لاریونونه به حکومت ړنګ کړي. د تل آویو ټایمز د ورکړل شویو مالووماتو له مخې د منځني ختیځ خبري آژانس د ریپوټ له مخې، د اسرایلو دفاع وزیر(موشه یعلون)ویلي: مونږ یو شمیر ګامونه پورته کړي مونږ دې ته چمتو یو تر څو هغه سرتیري چې په دفاعي حالت او د موټرو په چکولو بوخت دي امکانات ور ډير کړو. دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال هیځ یو موټر له څیړنې وروسته اسرایلو سیمو ته په ورغلو لارو موټرو ته اجازه نه ورکول کیږي.

ده ویلي، له دې سره ددوی له لوري د بریدونو کچه ټیټه شوې نده او نه هم پای ته رسیږي او مونږ ددوی پر وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلي یو. یعلون د نتنیاهو په څیر زیاته کړې، څرنګه مو چې اوریدلي ځینې کسان په دې آند دي چې د سپر ۲ عملیات یا (Defensive Shield 2)  په باختري تړانګه کې پیل کړو خو په دې سیمه کې ددې عملیاتو له پیلیدو وروسته به یې پایلې بیا هم هیڅ وي. د لاریون کونکو او نیوکیانو بریدونه انفرادي دي نو له دې مخې مونږ اړ یو تر څو هره شپه ورته عملیات تر سره کړو . له دې سره ده زیاته کړې: ددې ډول بریدونو او عملیاتو پآیله نه یواځې په دې سیمه بلکې په باختري تړانګه او داسرایلو په ټوله خاوره کې نامالومه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *