دریم انتفاضیه د اسرایلو اقتصاد فلج کړ

د اسرایلو مرکزي بانک د یوه ریپوټ په خپرولو سره ویلي، چې دریمې انتفاضیې، پر چړو او د موټرو د بریدونو ځپو او په دې وروستیو کې میاشتو کې ډول ډول نورو ورته پیښو پر حالاتو د اندیښنې وړ اغیزې کړې او د اسرایلو اقتصاد ته یې ډیر زیان رسولی دی.

د منځني ختیځ خبري آژآنس د ریپوټ له مخې چط د تل آویو ورځپاڼې له مخې یې ورکړی، د اسرایلو مرکزي بانک د دیسمبر میاشتې په وروستیو کې په خپاره شوي ریپوټ کې ویل شوي، وروستیو پیښو او بریدونو د اسرایلو پر اقتصاد ډيره بده اغیزه کړې او په هیواد کې د س139210221545345501900474یلانیانو کچه پنځه شپیته سلنې ته راټیټه شوې ده چې ډيره اغیزه یې په تیرو نهو میاشتو کې تر سترګو کیږي. په دې ریپوټ کې د اسرایلو له لوري د څیړل شویو حالاتو له مخې ویل شوي: دې پیښو له دوه اړخونو د اسرایلو پر اقتصاد بده اغیزه کړې ده. لومړی دا چې ددې پیښو له امله خلک له خپلو کورنو نه وتل ډيری کسان له رواني ناامنۍ سره مخ وو او دې سیمې ته سیلانیانو له راتګه ډډه کړې ده چې د اسرایلو پر اقتصاد ېې بیسارې بده اغیزه درلودله.

د اسرایلو مرکزي بانک په دې ریپوټ کې ویلي: د اکتوبر په میاشت کې د “هپوعالیم” (Hapoalim)، له لوري د مصرونکیو کچې ډيره ټیټه شوې چې دا په خپله د مصرفونکو د لګښت د کچې ډير ټيټوالی ښیي. خو له دې سره ددې سیمې اقتصاد پر لاره روان دی او که چیرې دا حالات دوام ولري د اسرایلو اقتصاد به فلج شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *