په بلجیم کې د داعش لس کسان نیول شوي دي
د بلجيم پوليس وايي د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې ۱۰ شکمن کسان د “داعش” نومې ډلې سره په تړاو د نوموړي هېواد په بېلابېلو برخو کې نيولي دي.
پوليس وايي په دغو عملياتو کې يې کمپيوټرونه او يو شمېر موبايلونه هم نيولي دي.
بلجيم يو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې يو شمېر وګړي يې په سوريه کې له “اسلامي دولت” نومې ډلې سره يو ځای شوي دي.
ويل کېږي د پوليسو په دغو وروستيو عملياتو کې سوريې ته د يوې بلې ډلې د تګ په اړه هم معلومات رابرسېره شوي دي.
د څارنوالانو له خولې وايي، نيول شوي کسان د يوه ګروپ غړي وو او د “اسلامي دولت” ډلې د جګړې لپاره يې خلک جذبول.
چارواکي وايي نيول شوي کسان د پاريس چاودنو او بريدونو سره چې ۱۳۰ کسان په کې وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان شوي وو، کوم تړاو نه لري.
د پاريس د بريدونو په تړاو اوس نهه کسان د پوليسو سره بنديان دي، د دغو بريدونو په تړاو درې کسان چې پړه پېژندل شوي وو خوشي شوي دي.