د اسرایلو د کډوالی او لیږدونکي چوپړتیا د ځانګې له لوري د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، ډيری هغه کسان چې لوړې زدکړې یې کړي په بهر هیوادونو کې د بوختیا په لټه کې دي. د تل آویویز ټایمز له مخې د منځي ختیځ خبري آژانس ریپوټ ورکړی، چې د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې په روان کال کې له اسرایلو بهر د پوهنتون استادانو او یو شمیر نورو روڼډ آندانو کډوالي چې له ځانګړو ځانګړتیاووو څخه برخمن وو در ویشت سلنه ډیره شوې ده. دا کسان له ډې امله کډوالی ته زړه ښه کوي چې په دې سیمه کې دوی ته د بساینې مزد نه پیدا کیږي او د2171d145-c337-4e89-a956-795c503a43d3وی اړ دي ترڅو په بهر کې د ځان لپاره ښه بوختیا او دنده وپلټي.

د لیږد سرچینې شرکت یا”Relocation Source” له لوري د خپرو شویو مالوماتو له مخې، په روان کال کې دوه زره پنځه سوه کورنیو له اسرایلو کډه کړې او بهر هیوادونو ته روان شوي دي، مخکې له دې ددې کډوالو اتیا سلنه یې ادعا کوله چې دولت تر نږدې راتلونکې د استندرد ژوندانه د چمتو کولو وړتیا نلري او نشي کولای تر څو دوی ته داسې د ژوندانه چارې چمتو کړي کوم چې دوی ته داړتیا وړ دي. له دې سره ددې کډوالو دوه څلویښت سلنه ویلي: چې په نیول شویو سیمو کې د ژوندانه چارې په لوړه بیه دي. ددې ریپوټ له مخې، د شغلي پرمختګ په لاره کې خنډونه او د ټولنیز ژوندانه د کچې ټیټوالی د کډوالی له نورو برخو څخه شمیرل کیږي له دې مخې د اسرایلو پوهنتونو اوه سلنه استادان کډوالی ته هڅول شوي دي.

له دې سره د معیشت په هکله اندیښنې، له خپلې کچې ګراني، بیکاري، ناامني فساد او پر له پسې جګړې ددې لامل شوې ترڅو د اسر ایلي پوهنتونونو استادان په کډوالی لاس پورې کړي. ددې مالوماتو له مخې، اوس مهال ډیری د پوهنتون استادان او روڼد آندان په بهر هیوادونو کې د بوختیا او دندې د تر لاسه کولو په هڅه کې دي اوکله چې دوی ته یو کوچونۍ چانس هم په لاس ورځي له اسرایلو وځي. گالیا آلینسکی” (Galia Alinsky) چې د نومه وړي شرکت مدیر دی په دې هکله ویلي: بهر هیوادونو ته د اسرایلي پوهنتونو د استادانو او روڼد اندانو د کډوالی مخینوی اوږدې مودې ته اړتیا لري او باید ددوی د کډوالی د مخینوي لپاره ځینې مهم او اړین ګامونه پورته کړل شي. د اسرایلي پوهنتونو د استادانو او نورو روڼد آندانو له لوري کډوالۍ په اسرایلو کې په علمي برخه کې ډيری تشې او ناخوالې رامنځ ته کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *