د برېښنا شرکت وايي، له تاجکستان نه د واردې شوې برېښنا یوه ستنه زیانمنه شوې وه، چې په وینا یې درې ورځې وړاندې یې جوړه کړې ده، یوه پایه په بشپړه ویجاړه شوې ده او بله یې اره شوې ده، چې بیا رغول یې یوڅو ساعته وخت اخلي.

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي د دوی تخنیکي کارکوونکي په شهاب الدین ډنډ کې د برېښنا ویجاړو شویو ستنو سیمې ته نژدې رسېدلي دي160203155409_breshna.

دوی اوس په سیمې کې د جګړې د پای ته رسېدو انتظار کوي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي په کابل کې زموږ له همکار خوشحال تایب سره په یوې لنډې مرکې کې ویلي، په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له اجازې سره سم به خپلې چارې پیل کړي او په اتو ساعتونو کې وکولای شي کابل ته د غځول شوې برېښنا سیستم په منظم ډول ونښلوي:

”زموږ همکاران په سل – دوه سوه مترۍ کې د باغ شمال په نوم سیمې ښوونځي کې هلته موجود دي. فکر کوم د برېښنا د پایې سیمه د حکومت په لاس کې ده، خو په شل مترۍ کې طالبان مقاومت کوي. زموږ تخنیکي همکارانو ته له سهار راهیسې اجازه نه ده ورکړل شوې، خو د پایې د بیارغونې لپاره یې خپل ټول تجهیزات له ځان سره وړي دي”.

د برېښنا شرکت وايي، له تاجکستان نه د واردې شوې برېښنا یوه ستنه زیانمنه شوې وه، چې په وینا یې درې ورځې وړاندې یې جوړه کړې ده، یوه پایه په بشپړه ویجاړه شوې ده او بله یې اره شوې ده، چې بیا رغول یې یوڅو ساعته وخت اخلي.

برېښنا شرکت وايي، له هغه راهیسې چې د برېښنا پایې ویجاړې یا زیانمنې شوې دي، دغه شرکت هره شپه د کابل رڼا کولو په موخه اتیا زره لیټره تېل سوځوي.

تېره ورځ (فبروري ۱۵مه)، د افغانستان په شمال کې د بغلان ولايت چارواکو وویل، امنیتي ځواکونو تېره شپه په شهاب الدين ډنډ کې له ازبکستانه څخه کابل ته د غځېدلې برېښنا د پرې شويو مزو سيمې ته رسېدلي او سيمه يې وسله والو مخالفينو پاکه کړې ده.

په بغلان کې د برېښنا له پرې کېدو وروسته په کابل کې نژدې ۲۰۰ ميګاواټه برېښنا شته چې يوه برخه يې په کور دننه توليدېږي او بله برخه يې له تاجکستانه واردېږي.

ويل کېږي دغه برېښنا تر ډېره حکومتي ادارو، روغتونونو او نورو مهمو ځايونو ته ورکول کېږي، خو عامو وګړو ته په شپه او ورځ کې يوازې څو ساعته برېښنا ورکول کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *