داعش ډلې تر اوسه د افغان ځواکونو د شوې ادعا په تړاو څه نه دې ویلي.

په ننګرهار ولایت کې امنیتي چارواکي وايي په اچین ولسوالۍ کې د ”اسلامي دولت” پرضد په روانو عملیاتو کې چې څلور ورځې وړاندې پیل شوي، تر اوسه څلور څلوېښت وسله وال وژل شوي دي.

په ختیځ کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وايي، د افغان پوځ یو قومندان محمد نسیم سنګین چې ددغو عملیاتو مشري کوي ویلي، تر اوسه يې پنځه ویشت کلي له داعش وسله والو پاک150630055311_isis_afghanistan_640x360__nocredit کړي:

”له تېرو څلورو ورځو راهیسې زموږ عملیات دوام لري، د دښمن ۴۴ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي. اوس زموږ جګړه د ”بانډر” درې په خوله کې دی، چې دښمن د پاکستان پولې ته څېرمه ”چینو” درې ته پناه وړې ده”.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ”اسلامي دولت” یا (داعش) پر وړاندې د شاهین اتلس په نوم عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ګڼ شمېر ولسي پاڅونوال هم شته.

په سیمه کې د افغان پوځ قومندان چې د دغو عملیاتو مشر کوي وايي په هغو سیمو کې به پاڅونوالو ته پوستې جوړې کړي، چې تر دې وړاندې د (داعش) تر ولکې لاندې وې.

د تېرو څو میاشتو سختو جګړو له امله زرګونه خلک اړ شوي چې دغو کلیو ووځي. د افغان پوځ دغه قومندان وايي (داعش) جنګیالي يې د ماندر غرنۍ سیمې ته چې د ډیورنډ پولې ته څېرمه ده په شا کړي دي.

چارواکي وايي له (داعش) نه په بېرته نیول سیمو کې به هغه ښوونځي هم پرانیستل شي، چې تر اوسه تړلي وو.

افغان پوځ تر اوسه د خپلو دریو پوځیانو د ټپي کېدو پخلی کوي، او وايي دغه ځمکني او هوايي عملیات به د (داعش) تر بشپړ ځپلو روان وي.

په همدې حال کې د اچین وسله وال طالبان او د (داعش) وسله وال هم په خپلو کې په جګړو لګیا دي.

د ”اسلامي دولت” یا د(اعش) ډلې تر اوسه د افغان ځواکونو د شوې ادعا په تړاو څه نه دې ویلي.

څو ورځې وړاندې طالبانو ویلي وو، چې د دوی دیارلس تنه وسله وال د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي چې له (داعش) سره په جګړه بوخت وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *