د نشه یي توکو سوداګري او د اسرایلي چارواکیو له لوري د فسادي مرکزونو مالکیت

د (المصدر) اسرایلي انټر نیتي مرکز د کنست استازو د روږدي توب په هکله په ریپوټ کې ویل شوي چې دا استازي د ځوانانو له لوری د حشیشو او ماري کارولو د بندیزونو د لرې کولو په لټه کې دي.

د تل آویو ټایمز په خبرې آژآنس کې ددې ریپوټ له مخې ویل شوي چې د کنست ځانګې په استازو کې 635906129578210437داسې کسان هم شتون لري چې ماري جوانا کاروي او ځینې نور یې بیا د کازینونو په اداره بوخت دي او ځینې یې د جنسي چوپړتیا سایټونه وړاندې کوي.

ددې ریپوټ له مخې د اسرایلو کنست چې د اسرایلو په تاریخ کې ترټولو معتادترینه او فاسد تیرنه کنست دی لیکلي: ځینې کسان په دې هڅه کې دي ترڅو له نشه یي توکو کار ا خستنې ته قانوني رنګ ورکړي.

له دې سره المصدر زیاته کړې: د کنست تر منځ فساد له کابو کیدو اوښتی دی او استازي یې په ویاړ او فخر سره د خپلو فسادونو په هکله اعتراف کوي.

د اسرایلو راډیو هم مخکې له دې د کنست استازو له لوري د نشه یې توکیو څخه د کاراخستنې په هکله ریپوټ خپور کړی وو.

د اسرایلو هایوم ګوند څخه د کنست استازي( یانون ماګال)د اسرایلو د ټلویزیون له دوهمې شبکې سره په مرکه کې په ډاګه ویلي: چې له نشه یې توکو کار اخلي او مخکې له دې د نشه یې توکو په سوداګری بوخت وو.

مخکې له دې د کارګر ګوند استازو په کنست کې د نشه یې توکو کارونه په هکله اعتراف کړی وو. له دوی څخه “شیلی یحموویچ” ،”ایتان کابل” ،”استاو شاویر” و”افیشای پرافرمن” ته نغوته کولای شو.

د کنست یو بل استازي(آدي کول) له کومې اندیښنې پرته اعلان کړی چې له نشه یي توکو کار اخلي خو له دې توکیو د استنشاق په دول کارولو کې بریالی شوی ندی. یوییل رازبوزوف هم ویلي: د محصلی پر مهال یې له نشه یې توکیو کار اخستنه پیل کړې. ده په ډير ویاړ سره دا خبره کړه ده. نومه وړی ویلي چې تر اوسه هم له دې نشه یې توکو کار اخلي او په دې کې هیڅ ډول زیان نه ویني.

ده ویلي: د ډیریو نورو کسانو په څیر له دې توکو په کار اخستنه کې روږدی شوی او دا جرم ندی او ما تر اوسه کومه سرغړونه نده کړې.

له نشه یې توکو کار اخستنه تر اوسه حساسیتونه لري نو ځکه هغه وخت رارسیدلی ترڅو دې حالاتو ته د پای ټکی کیږدو.

المصدر د خپل ریپوټ په دوام سره لیکلي: د کنست ډیری استازی د نشه یې توکو په قاچاقو کې لاس لري اوپه دې برخ کې له نړیوالو مافیایي ډلو سره نږدې کسان دي. د کنست یو شمیر استازي په تل آویو کې د کازینونو مالکین دي دا هغه سیمې دي چې په ښه توګه ترې نشه یي توکي تر لاسه کیدای شي.

المصدر د تر لاسه شویو پایلو له مخې اعلان کړی چې د کنست ماري اوه ویشت سلنه مصرفونکي ځوانان دي.

په همدي هکله د اسرایلو لسم کانال ټلویزیون په ریپوټ کې ویل شوي: د یش عاتید مشر یاییر لاپید ماري جوانا کاروي.

له دې سره المصدر لیکلي دې کسانو د قمار له مخې د فلسطینی اعرابو جیبونه تش کړي دي او س یې د اسرایلي یهودیانو د جیبونو په پیسو پسې رااخستې ده.

د ویلو وړ ده، چې په دې وروستیویو کلونو په ځانګړې توګه له دوه زره اومه کال راهییسې په اسرایلو کې د روږدو کسانو شمیره مخ په لوړیدو ده. اوس مهال اسرایل له اوکراین وروسته له پنځه لسو تر اولسو کلونو د نشه یې توکیو ډیر روږدي کسان لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *