د پنټاګون څرګندونې: د ترکیې به نفت ایستونکیو برید د ترکیې او رسویې له اصلي ستونزو څخه شمیرل کیږي

د پنټاګون ویاند(جف ډیویس) په خپله فیسبوک پاڼه کې د یوه مطلب په خپرولو سره ویلي: پر تیلو بریدونه د ترکیې او روسیې ترمنځ د ستونزو له اصلي لاملونو څخه شمیرل کیږي139410041514346636784254.

د “AWD NEWS” خبري آژانس د ریپوټ له مخې: جف دیویس په خپله ټویټر پاڼه کې د ترکیې اوروسیې په هکله د ناخوالو په څیړنه کې په رسمي توګه اعتراف کړی ویلی یې دي: مخکې له دې هم هر وخت غوښتل د داعش اړوند د تیلو په ټانکرونو بریدونه وکړو دوی ته به مو د اعلامیو په خپرولو سره ګواښ کاوه ځکه پوهیدو چې ددې موټرچلونکي ترکان دي خو روسانو په دې بریدونو کې په دې هکله چې ددې موټرو چلونکي ترکان دي سر ندی ګرولی نو له دې مخې یې له ځنډ پرته په ډې ټانکرونو بریدونه کړي او دې بیړې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي دي.

ویل کیږي چې د تیلو پر ټانکرونو د روسیي الوتکو په بریدونو سره چې د ترکیې د عزیمت په حال کې دي له پنځه سوه ډیر د تیلو ټانکرونه له منځه تللي او دې ټول داعش او ترکیې ته سخت ګزارونه ورکړي دي. ویل کیږي چې ترکیې ته د داعش له لوري د شپیتو زرو ټنو تیلو لیږدولو او له یو میلیونه ډیر د ډالرو تر لاسه کیدوسره ددې ګټې نیمایي یې ترکیې ته رسیده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *