په دې وروستیو کې سعودي عربستان پّ سوریه کې له پوځي مداخلې خبر ورکړی دی او په دې هکله یې د چمتوالي اعلان کړی دی. د عربستان دا پریکړه د امریکا او ددوی د نورو ملګرو هیوادونو لکه بحرین او اماراتو له هرکلي سره مخ شوې ده. د نبیل او الزهرا ښارونو له نیول کیدو وروسته چې له مخې یې له ترکیې سره د د دولت وسله والو مخالفینو اکمالاتي لارې په بشپړه توګه بندې شوې. عربستان لپاره یې ډیرې اندیښنې را منځ ته کړې. پّ سوریه کې پنځه کلنې جګړې چې سعودي عربستان او ددوی ملګرو هیوادونو یې د بشار اسد د رژیم د نسکوریدو په موخه په میلیاردونه ډالره لګولي، وروستی ناکامئ ددوی اندیښنې او قهر را پارولی دی او د دولت وروستیو پرمختګونو کولای شول ترڅو له ترکیې سره د د دولت وسله والو مخالفینو لارې بندې کړي او په دې سره سعودي عربستان پریکړه وکړه چې سوریې ته خپل پوځیان واستوي او په ډې سره په دې هیواد کې پوځي مد1672424اخله وکړي.

د حلب په شمالي سیمو کې سخته ماته چې له مخې یې د رتیان،حردنتين، تل جبين، ماير او كفين، ښارونه د دولت وسله والو مخالفینو څخه پاک کړل شول. اوس سعوودي عربستان غواړي ترڅو په دې هیواد کې خپلې نیابتي جګړې ته بل رنګ ورکړي او دا جګړه په خپلې مستقیمي مداخلې سره بدله کړي.

په دې سره د سعودي عربستان ملګرو هیوادونو لکه بحرین او ور پسې اماراتو هم چې تر ډیره رسنه ایزې موخې لري په یوه بل هیواد کې د دیموکراسۍ پلې کیدو او رامڼخ ته کولو ته چمتوالی ښودلی دی. باید وویل شي، چې په بحریو کې له دوه زره یولسم کال راهیسې د دولت پر وړاندې لاریون کونکي ځپل شوي دي چې له امله یې تر اوسه په لسګونه کسان وژل شوي دي. له بلې خوا سعودي عربستان د بشر حقونو څخه په سرغړونې هم تورن دی.

د بښنې نړیوال سازمان په روان کال کې په خپل لومړني ریپوټ کې د سلمان بن عبدالعزیز د پادشاهی لومړی کال د تورو تیارو کال ښودلی وو. د عربستان دا موخې او اهداف د دموکراسۍ پلې کولو او له ترهګرو سره د مبارزې ادعاوې تر پوښتنو لاندې راولي.

ډیری سیاسي څیړونکي په دې اند دي چې په نږدې راتلونکې کې د اردن له پادشاه سره د امریکا ولسمشر لیدنې موخه هم له عربستان سره ددې هیواد د یوځای کیدو په موخه هڅونه ده. دې ته په کتو سره سعودي عربستان سوریې ته د خپلو ځواکونو په استولو کې له دریو خنډونو سره مخ دی:

۱— اقتصادی اړخ

د تیلو بیه ټیتوالی چې له شک پرته عربستان پکې رغنده رول درلود خلیجي هیوادونه یې تر فشار لاندې راوستلي دي. پّ تیرو دوه لسیزو کې د لومړي ځل لپاره عربستان او ددوی ملګري هیوادونه دبودیجې له کمښت سره مخ شوي دي او ددوی سوداګریزو برخو څوړ درلود. له دې مخې سوریې ته د عربستاني ځواکونو استول به نه یوآځې ددې هیواد اوسیدونکيو ته ډیر ګران پریوځي بلکې د تیرو پنځو کلونو په څير به بې ګټې پایلې له ځان سره ولري.

۲ – پوخي او ستراتیژیک اړخ

د عربي ایتلاف په نامه په ایتلاف کې د بې تجربې هیوادونو ګډون چې په یمن کې د ستونزو او جګړې له مخې رامڼخ ته شوې پّ سوریه کې یې ددې هیوادونو د پوځي مداخلې شونتیا تر ډيره را ټیټه کړې ده. د وسله والو ډلو ترهګریزې کړنې چې د سوریې ستوزمنو کلونو په لړ کې یې رامنځ ته کړې ددې لامل شوې ترڅو د سوریې دولتي سرتیري له زیرکانه چلندونو کار واخلي او په کراتو د تجربو خاوندان شوي دي. د امریکا په مشری د داعش پر وړاندې د ایتلاف هوایي ځواکونو هم ونشو کولای ترڅو دې ډلو ته زیان ورسوي. نو له دې مخې شونې نده چې د عربي هیوادونو هغه بې تجربې پوځ د سوریانو د پوځ پر وړاندې چې له کلونو راهیسې په جګړه بوخت دی ودریږي.

۳ — سیاسي او نړیوال اړخ

په داسې حال کې چې د عربستان د شاه عصبي اختلالاتو په هکله ریپوټونه خپاره شوي او په رسنیو کې ویل شوي چې دده دا ستونزه دی ځوروي، ددې هیواد غیر مسولانه څرګندونې هم دا پریکړه نا مسولانه کوي. پّ سوریه کې د خلیج هیوادونو هر ډول مداخلې مسولیت به د عربستان پر غاړه وي او دا مداخله به د یوشمیر نړیوالو غبرګونو چې روسیه هم پکې راځي سره مخ شي. له دې داسې ښکاري چې بحرین د خپلو تیرو څرګندونو څخه شاتګ کړی دی. اوس باید ولیدل شي چې سعودي عربستان به عاقلانه ګام پورته کړي او که نه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *